جلال اباد (پژواک، ۸ سلواغه ۹۷): د ننګرهار اچين او نازيانو ولسواليو کې د ۲۳ نيم ميليونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې څلور شبکې بشپړې او د درېيو نورو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولایت مقام رسنيو دفتر څخه د سلواغې په ۸مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، يادې پروژې پرون د ولسمشر د سلاکارانو، ننګرهار والي او يو شمېر نورو ولايتي مسوولينو له لوري دغو ولسواليو ته د سفر پرمهال پرانېستل شوې.
خبرپاڼه کې د ننګرهار د والي حيات الله حيات له قوله راغلي، د کليو پراختيا او بيا رغونې ادارې له لوري د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د څوارلس نيم ميليونه افغانيو په لګښت د لمريزې برېښنا په وسيله د اوبو رسونې څلور پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې او د يوې پروژې د جوړونې چارې يې عملاً پيل کړې.
نوموړي زياته کړه، د لمريزې برېښنا په وسيله د اوبو رسونې له يادو شبکو څخه به اته سوه کورنۍ ګټه واخلي.
په خبرپاڼه کې دکليو پراختيا او بيارغونې رييس مجيب الرحمن ضياء له قول ويل شوي چې په دغو پروژو کې اوولس حلقې د پاکو اوبو څاه ګانې او د لمريزې برېښنا په وسيله د اوبو رسونې دوه شبکې شاملې دي.
هغه زياته کړه، د يادو پروژو د بشپړېدو چارې د شپږو مياشتو په موده کې تر سره شوي، چې په ګټې اخيستنې سره يې خلکو ته د پاکو اوبو د برابرولو زمينه برابره شوه.
دغه راز خبرپاڼه کې يادونه شوې چې د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د نهه ميليونه افغانيو په لګښت د لمريزې برېښنا په وسيله د اوبو رسونې د دوو شبکو د جوړېدو چارې پيل شوې.
ننګرهار والي د يادو پروژو د چارو پيل پر مهال وويل، د امنيتي وضعيت له ښه والي وروسته يې په نازیانو ولسوالۍ کې د رغنيزو پروژو د پلي کولو هڅې پيل کړي، چې په ترڅ کې يې د نهه ميليونه افغانيو په لګښت د لمريزې برېښنا په وسیله د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پيل کړې.
نوموړي زياته کړه، چې د دې پروژو چارې به د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي او په يوه وخت کې به ترې ۴۵۰ کورنۍ ګټه واخلي.
د کليو پراختيا او بيارغونې رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء وويل، چې يادې پروژې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت له لوري د سيمې خلکو د غوښتنو له مخې پيل شوي او زياته يې کړه، چې په راتلونکې کې به يو شمېر نورې اړينې پروژې هم پيل کړي.
د نوموړي په وينا، دمګړۍ په نازيانو ولسوالۍ کې د يادې ادارې اړوند د پنځه ويشت ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي.
د نازيانو ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک سهيل خان پژواک ته وويل ، دا پروژې د سيمې د خلکو اړتيا ده او له ولايتي ادارې يې غوښتنه وکړه چې دغې جګړې ځپلې ولسوالۍ ته دې لا ډېره پاملرنه وکړي.
دغه راز د اچين ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک ناموس خان هم ورته څرګندونې وکړې او يادونه يې وکړه چې په دغو پروژو سره به د سيمې خلک د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمنې شي.
د دغو پروژو د پيل په مراسمو کې د ولسمشر سلاکارانو قمر الدين شينواري او همايون شينواري، ولايتي شورا غړو، ولايتي چارواکو او د سيمې اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










