اسعد اباد (پژواک ٨ سلواغه ٩٧): په کونړ کې د ٨٠،٦ ميليونو افغانيو په لګښت د پنځو پروژو چارې بشپړې او د اتو نورو چارې پيل شوې.
د کونړ د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس انجنير صفت الله وويل چې د ولسي تړون ملي پروګرام په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۷۷۲ متره بولډر وال، ۵۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو، ۷ کیلومتره سړک جغل اندازي او په درې بېلابېلو نقطو کې ۱۱۱۶ متره کانال جوړول چې ټولې اته پروژې دي، چارې يې نن د ٣٧ میلیونه افغانیو په لګښت سره پیل شوې.
د دې ولايت د فوايد عامې رئيس انجنير عبدالله دراني وويل چې د کونړ په خاص کونړ، وټه پور، نرنګ، څوکۍ او چپې درې ولسواليو کې د سرکونو د ژغورنې په موخه د ٤٣،٦ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸۳۸ متره بولډر والونو جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د دغو پروژو د پرانيستې پرمهال وویل، په دغو پروژو کې د کليو د پراختيا وزارت اته پروژې او د فوايد عامې وزارت پنځه پروژې شاملې دي.
د هغه په وينا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به سرکونه او له بل پلوه په زرګونو هکتاره کرنیزې ځمکې د سیند او سیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.
ده زياته کړه، د کونړ سيند مهارولو ټينګ هوډ لري او دا د هغې پروژې پيل دى چې په تدريجي ډول به يې چارې پرمخ يوړل شي.
د څوکۍ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رحمت الله له دولت څخه مننه وکړه، خو ويې ويل چې دغه کارونه بسنه نه کوي او په کار ده چې تردې لا ډېره پاملرنه وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










