منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۶ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د حکومت له بندیز وروسته هم غټ چرګان پر قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل کېږي

· ۶ دقیقې لوستل · ۲۰۶ کتنې

کندهار(پژواک، ٩ سلواغه ۹۷): له هغه وروسته چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د بریډر یا نسلي چرګانو پر واردولو، پېر او پلور بندیز ولګاوه، اوس دغه چرګان پر قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل کېږي.

د دغو چرګانو واردول له یوې خوا په کور دننه د چرګانو د روزنې او تولید کاروبار ته زیان اړوي، نو بل پلو یې د غوښې خوراک د انسان روغتیا زیانمنوي او د زړه، معدې، پښتورګو او مثانې د سرطان لامل کېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د روان کال د غبرګولي په ۶مه د دغو چرګانو پر راوړلو بندیز ولګاوه، خو اوس پر قاچاقي لارو راوړل کېږي او لا یې هم په مارکېټ کې پېر او پلور نه دی بند شوی.

دغه چرګان ژوندي او یا په یخ وهلې بڼه په کارتنونو کې له پاکستان، ایران او برازیل هېوادونو راوړل کېږي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر انجنیر محمد الله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، د بریډر یا زړو چرګانو سوداګري او غوښې خوړل په ټوله نړۍ کې بند دي، خو د افغانستان په بازارونو کې یې پېر او پلور د عادي چرګانو په څېر تر سره کېږي.

هغه زیاتوي، د مالدارۍ روغتیا نړیوال سازمان/OIE او د افغانستان حکومت په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د چرګانو له سوداګرو سره په ګډه د یوې پرېکړې پر بنسټ د دغو چرګانو راوړل، پېر او پلور منع اعلان کړل.

دی وايي، دا چې په دولتي ادارو کې پراخ فساد شته او دغه کاروبار د یوې مافیا په وسیله مخ ته وړل کېږي، نو هغه مهال یې عملي بڼه غوره نه کړه.

د ده په خبره، اوس یو ځل بیا د روان کال د غبرګولي میاشتې راهیسې د کرنې او مالدارۍ وزارت د دغو چرګانو پر کاروبار بندیز ولګاوه او د مخنیوي لپاره یې عملي اقدامات هم پیل کړي دي.

خو نوري وايي، له بندیز سربېره دغه چرګان پر قاچاقي لارو راوړل کېږي، یو شمېر سوداګر ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دغه چرګان حلالوي او بیا یې په بوریو کې د بل جنس په نوم د کندهار، ننګرهار، خوست او پکتیکا له لارو افغانستان ته راوړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې همدا تېره ورځ څو موټره دغسې چرګان له پاکستان څخه د ارغستان ولسوالۍ پر لار کندهار ته راوړل شوي چې د کرنې ریاست یې د مخنیوي لپاره د دغې ولسوالۍ له ولسوال سره په اړیکه کې شول.

د ده په خبره، مخکې سوداګرو دغه چرګان په ښکاره راوړل چې د ګمرک او کرنې ریاست مامورینو ورسره لاس درلود، خو اوس چې یې نه شي راوړلای نو پر قاچاقي لارو یې راوړي.

نوري وايي، ډېر مهال دغه چرګان دشپې له تیارې په ګټې اخیستو لرې پرتو سیمو او ولایتونو ته وړل کېږي.

نوموړي یادونه وکړه چې دا کار د یوې مافیا له خوا پر مخ وړل کېږي او په پاکستان کې د چرګانو له فارم لرونکو سره هم لاس دي.

دی وايي، سوداګر د دغو چرګانو په کاروبار کې ډېره ګټه تر لاسه کوي، ځکه هغوی په پاکستان کې یو چرګ چې وزن یې تر دوه کيلوګرامه پورته تر پنځو کیلو ګرامه رسېږي، په ۵۰ یا ۷۰ پاکستانۍ کلدارو اخلي او دلته یې یو کیلو په ۱۰۰ افغانۍ پلوري.

ولې دغه چرګان د انسان د خوراک لپاره مضر دي؟

په دې اړه نوري وايي، دغه چرګان چې د سټاک یا نسلي چرګانو په نوم هم یادېږي په دوو برخو وېشل شوي چې یو یې بریډر/ Breederاو بل یې لایر/ Layerچرګان دي.

د ده په خبره، بریډر چرګان د انسانانو د خوراک او د چرګانو د غوښې د فارمونو لپاره دوه کاله هګۍ ورکوي، کله چې یې د هګیو د تولید موده پای ته رسېږي، باید په فني توګه تر خاورو لاندې شي او له منځه یووړل شي.

دغه راز ده وویل چې لایر چرګان بیا په خپل منځ کې په دوو برخو وېشل شوي چې یو یې ګولډن چرګان دي چې سور رنګ لري او د هګیو پوستکی یې هم سور او خړ وي، بل ډول یې ویلسن چرګان دي چې سپین رنګ لري او د هګیو پوستکی یې سپین دی.

هغه زیاتوي، دغه چرګان چې د هګیو دوه کلنه موده پوره کړي، د زړو چرګانو په نوم یادېږي چې له غوښې یې باید ګټه وانخیستل شي او له منځه یووړل شي.

ده وویل، د دغسې چرګانو غوښه بې کیفیته او سخته وي او د دې لپاره چې پر افغان سوداګرو یې وپلوري، په مصنوعي توګه یې چاغوي، درانه فلزات(سرب، ارسینیک او فلورایډ)، انتي بیوتیک، واکسینونونه او هورمونونه ورکول کېږي.

دی وايي، له همدې امله د دغو چرګانو د غوښې خوراک د انسان روغتیا زیانمنوي او د زړه، معدې، پښتورګو او مثانې د سرطان لامل کېږي.

د ده په خبره، د دغو چرګانو غوښه په هیڅ هېواد کې نه خوړل کېږي او بندیز پرې لګېدلی خو یوازې افغانستان ته راوړل کېږي.

د نوموړي په وینا، افغان سوداګر د ډېرې ګټې تر لاسه کولو په موخه دا چرګان په ناچیزه بیه اخلي او دلته یې د هېواد په هغو سیمو کې چې غریب خلک په کې اوسېږي، د عادي چرګ په پرتله په لږه ارزانه بیه پلوري.

دی غوښتنه کوي چې خلک دې د دغسې چرګانو غوښه نه کاروي، ځکه زیان یې خلکو او ګټه یې سوداګرو ته رسېږي.

د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر دا هم وویل چې بریډر چرګان یوازې ژوندي افغانستان ته نه راوړل کېږي، بلکې په یخ وهلې بڼه په کارتنونو کې د ورنونو په شکل هم له پاکستان، ایران او برازیل هېوادونو راوړل کېږي چې خوراک یې هماغسې تاواني دی.

نوري وايي، وزارت اعلان کړی چې د دغو چرګانو سوداګر باید عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي، خو تر اوسه نه یوازې دا کار نه دی شوی، بلکې په پټه په قاچاقي توګه اوس د دغو چرګانو راوړل دوام لري.

بل خوا د کرنې، عامې روغتیا او ښاروالۍ ریاستونو له خوا یو ګډ پلاوی ټاکل شوی څو د دغو چرګانو د پېر او پلور د مخنیوي په موخه وخت په وخت څار وکړي.

د کندهار د کرنې ریاست د حیواني روغتیا مسوول ډاکټر فهیم وايي، په ښار کې د څار پر مهال یې دوکاندارانو ته وروستی اخطار ورکړی چې د بریډر یا نسلي چرګانو له پېر او پلور څخه ډډه وکړي، که څوک سرغړونه وکړي نو جریمه به یې کړي.

دی زیاتوي، ټاکل شوی پلاوی هره ورځ بازار له نږدې څاري او د دغو چرګانو د پېر او پلور کاروبار ته اجازه نه ورکوي.

په کندهار کې د چرګانو د روزنې د فارم لرونکو د ټولنې مسوول حاجي نصر الله وايي، دوی د وزارت په پرېکړه خوښ دي او له هغوی سره د دغو چرګانو د مخنیوي په برخه کې هر راز همکاري کوي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، له یوې خوا وارداتي چرګان له روغتايي پلوه مناسب نه دي او بل یې د دوی پر کاروبار هم منفي اغېز کړی دی.

دی غوښتنه کوي چې د بریډر چرګانو پر راوړلو دې بندیز په جدي توګه عملي شي، څو په کور دننه د تولید شوو فارمي چرګانو خرڅلاو ته زمینه برابره شي چې له روغتيايي اړخه کنټرول شوي دي.

د ده په خبره، دغه چاره به د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي.

دی وايي، په کندهار کې د چرګانو سلګونو فارمونو د غوښې په برخه کې د خلکو اړتیا پوره کړې او اړتیا نشته چې له بهره راوړل شي.

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د چرګانو روزنې په وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې او پر فارمونو یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

په دې ولایت کې دا مهال د چرګانو د روزلو ۴۷۰ فارمونه فعال دي چې ۱۳ یې د هګیو او پاتې یې د غوښې د تولید دي.

 دغه فارمونه د ورځې ۴۵ زره کیلوګرامه د چرګ غوښه تولیدوي چې ۳۰ زره کیلوګرامه یې په کندهار کې مصرفېږي او ۱۵ زره کیلوګرامه نورو ولایتونو ته استول کېږي.

دغو فارمونو سل سلنه د چرګانو د غوښې اړتیا پوره کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه