کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۷): د کابل یو شمېر ګل پلورونکي په دې وروستیو کلونو کې د ګل پلورنې د کسب د ښه کېدو او له ګلانو سره د خلکو د مینې زیاتېدو خبر ورکوي او وايي، د ګلانو د ډولونو د ودې او پالنې لپاره باید مسلکي کسان و روزل شي څو د ګلانو د وارداتو مخنیوی وشي.
سره له دې چې د ژمي موسم سوړ او خاموشه وي، خو د شهرنو د «ګلفروشي» مشهوره کوڅه کې دا خاموشي نه تر سترګو کېږي او سلګونه کسان خپلو دوستانو ته د لاسي ګلانو د ډالۍ کولو لپاره دې کوڅې ته راځي.
که څه هم په دې ورځو کې اسماني نعمت «واورې» د کابل ښار او غرونو ته سپين پوښ ورکوي، خو د ګلفروشۍ په کوڅه کې بېلا بېل او رنګارنګ ګلونه زیات شوي او هر لاروی ځان ته جذبوي څو د یو ګېډۍ ګلانو په پېرولو سره يو زړه خوښ او چاته ډالۍ ورکړي.
دې ته په کتو چې د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د ګل ډالۍ کولو کلتور دومره رواج نه دی، خو په کابل او څو نورو ولایتونو کې د تازه ګل ډالۍ کول پر یوه کلتور بدل شوى دى.
تر دې مخکې خلکو دوستانو او ملګرو ته مصنوعي او پلاستیکي ګلان ډالۍ کول.
د کابل د شهرنو په ګلفروشۍ کوڅه کې د «شقایق» ګل پلورنځي مالک چې له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې په دې کسب بوخت دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کلونو کې له تازه ګلانو د خلکو هرکلى زیات شوی دی، خو دې برخې ته د نه پاملرنې او مسلکي کسانو د نه شتون له امله افغانستان د بهرنیو هېوادونو په بازارونو پورې تړلی دی.
د هغه په خبره، په دې وروستیو کې د تازه ګلانو ډالۍ ډېره زیاته شوې او شاوخوا ۸۰ سلنه خلک له تازه ګلانو استفاده کوي.
نوموړي زیاته کړه، اووه کاله مخکې په دې کوڅه کې څلور ګل پلورنځي وو، خو اوس د بازار تقاضا او له تازه ګلانو د خلکو هرکلي ته په کتو اوس ۴۶ ګل پلورنځي موجود دي.
هغه روښانه کړه چې اوس د ګلفروشۍ پر کوڅې سربېره په کوټه سنګي، دشت برچي، پل سوخته، پل سرخ، مکروریانو، خیرخانې او کارته نو کې ګل پلورنځي د ګلانو په خرڅلاو مصروف دي.
د ده په خبره، له تازه ګلانو څخه د واده لپاره د موټر په ګل پوش، د سالونونو په ښايست، د ویاندۍ د مېز، د خوښۍ د محفلونو، د تبریکۍ، د ناروغانو د پوښتنې او د کورونو د هوا د د بدلون لپاره استفاده کېږي.
نوموړي ادعا وکړه چې د تازه ګلانو تر ټولو زیاتې پېرېدونکې نجونې دي.
احمدي روښانه کړه، سره له دې چې له ایران، پاکستان، هند او هالنډ څخه د ګلانو راوړل ډېر لګښت غواړي، خو دوی اړ دي چې د خپلو پېرېدونکو د توجه د جذب لپاره د ګلانو ځينې ډولونه لکه ګلیدون، مرسل او مېخک ولري.
نوموړي وویل، په کابل کې شاوخوا ۳۰ ډوله ګلان پیدا کېږي او خلک تر ټولو زیات مرسل، نرګس، فلاکس، ریحان، مریم، میخک او صد برګ ګلونه خوښوي.
د نوموړي په خبره، په ژمي کې د ګلانو د کمښت له امله یو ګل له ۳۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو او په اوړي کې یې له ۱۰۰ افغانیو څخه تر ۶۰۰ افغانیو پلوري.
نوموړي زیاته کړه: ((زه چې له تېرو يوولسو کلونو راهیسې د تازه ګلونو په منځ کې کار لرم، په دې پوه شوی یم چې د مصنوعي او تازه ګلانو په ښه بوی کې توپیر شته او تازه ګل ته د کتو پر مهال انسان د خوښۍ او تازه توب احساس کوي.))
د کابل د ګل پلورونکو د اتحادیې رییس حاجي ممتاز وویل. د کابل د ګلفروشانو ټولنه چې له ۱۳۸۵ کال راهیسې فعالیت کوي، اوس ۶۰۰ غړي لري.
نوموړي زیاته کړه، که د یاد کسب د پراختیا لپاره په صنعتي پارک کې ځمکه ځانګړې شي دغه کسب به پراختیا ومومي او بهرنیو بازارونو ته به اړتیا نه وي.
د کابل د شهرنو د ګلفروشۍ په کوڅه کې ګل پلورونکو ستارې او وږمې د خپل ملګري د زېږېدو د ورځې لپاره یوه ګېډۍ نرګس او مرسل ګلونه اخیستي دي.
ستارې وویل، ګل د مناسبتونو د ډالۍ لپاره تر ټولو غوره ډالۍ ده، نو له دې امله له خپلې ملګرې سره راغلې چې خپل دوست ته یوه یوه ګېډۍ ګلان واخلي.
څېړنې ښيي چې ګل ته کتل او له ګلانو سره ژوند د پام وړ ستړي توب او غوسه کموي او ځينې ګلان انسانانو ته مثبته انرژۍ ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










