ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلمیار د افغان ځواکونو منحل کېدو په اړه د طالب استازي خبرې په کلکه غندلې

مسلمیار د افغان ځواکونو منحل کېدو په اړه د طالب استازي خبرې په کلکه غندلې

author avatar
1 Feb 2019 - 11:30
مسلمیار د افغان ځواکونو منحل کېدو په اړه د طالب استازي خبرې په کلکه غندلې
author avatar
1 Feb 2019 - 11:30

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۷): د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د ملي اردو ړنګولو په اړه د طالب استازي عباس ستانکزي خبرې په کلکه غندلې او وايي چې دغه ارمان ځينو ګاونډيو هېوادونو له پخوا درلود چې هېڅکله به ورته ونه رسېږي.

یوه وتلي طالب مشر شېرمحمد عباس ستانکزي له یوې رسنۍ سره په یوه ویډیويي مرکه کې ویلي چې که امریکایان ووځي، د افغانستان ۱۷ کلنه اردو، پولیس او ملي امنیت به منحل شي.

مسلمیار ویلي: "د طالب استازي دا خبرې چې کله امريکا ووځي، ملي اردو په خپله ختمه ده؛ ځکه معاش يې امريکا ورته برابروي، په کلکه غندم، دا موږ ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده؛ ځکه اردو د هېواد او نظام اردو ده، ملي اردو د افغانستان د ملي حاکميت، ملي ارزښتونو او ملت ساتندوی ځواک دی، تل يې له دې خاورې او هېواده دفاع کړې، دغه ډول خبرې د پرديو دسيسې او توطيې دي چې غواړي د طالب استازو له خولې او ادرسه يې وکړي"

مسلمیار زیاته کړې چې د ملي اردو د له منځه وړو او ټوټې کېدو ارمان ځينو ګاونډيو هېوادونو له پخوا درلود او ډاډه دی چې خپلو دغو شومو موخو ته به ونه رسېږي.

هغه ویلي چې اوس افغان ملي اردو پياوړې ده، د نظام ملي بنسټونه مستحکم او ملي امنيتي ځواکونه د خپلې دفاع او هېواد ساتنې ښه وړتيا لري.

د مشرانو جرګې رییس دغه راز ویلي: "زمانه اوړي او تاریخ بې پرې قضاوت کوي، له بده مرغه زموږ قريبه ماضي شاهده ده چې څنګه مو ملي نوامیس تالاترغه او ملي شتمنۍ او ارزښتونه مو د نورو د ارګاه بارګاه ښایست او موزیمونو اثاثه شول"

د مشرانو جرګې رییس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر روانو خبرو اندېښنه ښودلې ده او پر بین الافغاني خبرو یې ټینګار کړی دی.

هغه ویلي چې افغانان د یوې با ثباته سولې غوښتونکي دي او هغه څو ورځنۍ نمايشي سوله چې په راتلونکي کې د بحرانونو او کورنيو جګړو د مخنيوي تدابير په کې په پام کې نه وي نيول شوي، افغان ملت ته د منلو وړ نه ده.

هغه وايي چې د سولې په خبرو کې باید د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو قربانیو ته په سپکه ونه کتل شي  او د هغوی د کورنیو هیلې دې له پامه نه غورځول کېږي.

مسلمیار ویلي: "موږ پر بين الافغاني مذاکراتو باور لرو، د سولې مذاکرات بايد د افغان حکومت، افغان ولس او طالب مشرانو ترمنځ وشي، دا د افغان ملت ځانګړنه ده چې د خپل افغاني غرور او پرنسیپونو پر بنسټ هېڅکله ورته د نورو تر جغ لاندې مدارات 'موالات' مواخات او معاملات د منلو وړ نه وي."

نوموړي پر ټولو سياسي مشرانو غږ کړی چې لږ تر لږه د سولې په خاطر له خپلمنځي اختلافاتو تېر شي، د واقعي او افغاني سولې لپاره دې د اوسني نظام د ملاتړ په کولو سره هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د پرديو دستوري خبرې او توطيې دلته تطبيق او افغانستان د یوه بل بحران پر لور ولاړ شي.

مسلمیار پر طالب مشرانو هم غږ کړی چې له افغان حکومت او افغان ولس سره دې د خبرو مېز ته کېني او نور دغې بدرنګې لوبې ته د پای ټکی کېږدي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.