منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لغمان او پکتيکا کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

جلال اباد، ښرنه (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٧): په ننګرهار کې د برېښنا د يوې پروژې چارې بشپړې، په لغمان او پکتيکا کې د بيارغونې د دوو پروژو چارې پيل شوې.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د جلال اباد ښار بېلابېلو سيمو کې د شل میليونه افغانيو په مالي لګښت دوه زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننګرهار برېښنا ادارې له لوري د شل میلیونه افغانیو په مالي لګښت د جلال اباد ښار بابړيانو، ارباپانو، نغرک او ميرانو سیمو کې د پنځو پایو ترانسفرمرونو په نصبولو سره دوه زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې .

د ننګرهار والي حیات الله حیات د برېښنا اړوند د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل،خوښ دی چې د ژوند له مهمو اړتياوو څخه یو ضرورت چې د برېښنا دی،د جلال اباد ښار پنځه سیمې روښانه کوي او په ترڅ کې خلک د دې ستر نعمت څخه برخمن کیږي .

هغه زیاته کړه، له یادې برېښنا څخه د جلال اباد ښار بابړيانو، ارباپانو، نغرک او ميرانو سیمه کې دوه زره کورنۍ ګټه اخلي او ډاډ یې ورکړ چې د جلال اباد ښار په ګډون به په راتلوونکې کې د ولسوالیو خلک هم د برېښنا له نعمت څخه برخمن کړي .

د برېښنا ريیس انجنيراکرام الله عابد وویل چې په يادو سيمو کې د افغانستان برېښنا شرکت په شل ميليونه افغانيو مالي لګښت پنځه ترانسفامرونه نصب شول، چې د دوه زره دوه سوه نوي کيلو ولټ امپيره برېښنا ظرفيت لري.

نوموړي زياته کړه، د دغې پروژې تخنيکي چارې د ننګرهار برېښنا شرکت له لوري تر سره شوې دي.

د سيمي يو تن اوسېدونکي معلم صاحب شاه خوښي وښوده چې دوی ته د مسوولينو په هلو ځلو د برېښنا اسانتيا برابره شوه.

نوموړي په ياده سيمه کې پاکو اوبو ته د لاسرسي، کثافت دانيو او کاناليزاسيون جوړېدو غوښتنې هم وکړې چې د مسوولينو له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.

د يو بل خبر له مخې، د څه باندې ۱۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د لغمان د مرکز اړونده د سلطان غازي بابا ښارګوټي د جعفر طيار د نجونو منځني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ددې ولايت د پوهنې د رييس عبدالله حميدي د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځی د لس تدریسي،  دوه اداري خونو او نورو ملحقاتو په لرلو سره په دوه پوړونو کې د يوه کال په جريان کې جوړېږي.

د هغه په وينا، پر دې ودانۍ څه دپاسه ١٣ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

د سیمي اوسېدونکي او قومي مشر مولوي فقير محمد وويل، د يو ښوونځي په پرانېستلو د ناپوهۍ دروازې تړل کېږي. هغه ددغه ښوونځي د چارو په ترسره کېدو کې د هر راز همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

د يو بل خبر له مخې دپکتيکا ولايت د فوايد عامې رياست له لوري له مرکز ښرني څخه ولسواليو ته د غځېدلو پخو سړکونو دترميم چارې پيل شوې، چې ۱۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د پکتیکا د فوايد عامې ریيس انجنیر فیض محمد پښتون د دې پروژې د پرانېستې پر مهال پژواک ته وویل چې دغه سړکونه له مرکز ښرنې پر څلور مسیرونو مټاخان، سردې بند، زرغون شهر او سرروضې ولسوالۍ پورې بیارغول کېږي .

هغه وايي، د يادو سړکونو د ترميم چارې چې د وروستيو بارانونو او واورو له امله زيانمن شوي وو په درېيو مياشتو کې بشپړې شي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه