ژبه

لوګر کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې نیول شوی

پل علم (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٧): امنيتي ځواکونو د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې نيولى دى.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ابدالي د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو تېره شپه د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د تنګي واغجان په سيمه کې يو ځانمرګى بريدګر نيولى دى.

دى وايي چې دغه ځانمرګي بريدګر چاودېدونکي توکي په کرولا موټر کې ځاى پر ځاى کړي وو چې موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شو.

ده زياته کړه: ((دغه ځانمرګي بريدګر غوښتل چې د کابل- لوګر پر لويه لار نظامي کاروانونه په نښه کړي چې له نېکه مرغه موږ دستګير کړ.))

قوماندان وايي چې له نيول شوي کس څخه پوليسو څېړنې پيل کړې دي.

د يادونې ده، امنيتي ځواکونو تېره شپه د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې نږدې اته زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي هم کشف او ترلاسه کړي دي.

login or register a new account.