منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۴ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نیمروز کې د اقتصادي ستونزو له امله د اوو چاپي رسنیو فعالیت بند شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

زرنج(پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۷): د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د اوو چاپي رسنیو د فعالیت بندېدل د یاد ولایت مطبوعاتو ته قوي ضربه ګڼي او وايي، په نمیروز   کې اوس یوازې د «نیمروز» دولتي میاشتنۍ فعالیت لري.

د نیمروز د ولایتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، شاوخوا درې کاله مخکې «نیمروز، صدای نیمروز، قلم و بیان، ستاره سیسیتان، هنګین (خانه)، غوړېدلې غوټۍ، جوانان و ندای جوانان» رسنیو په یاد ولایت کې فعالیت درلود، خو د اقتصادي ستونزو او مالي ملاتړ د نشتون له امله د «نیمروز» له دولتي میاشتنۍ پرته نورې رسنۍ له تړل کېدو سره مخ دي.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سید حامد سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې چاپي نشریاتو تر ۱۳۸۳ کاله د پام وړ پرمختګ وکړ، خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې شپږ میاشتنۍ او د «ځوانانو» مهالنۍ د اقتصادي ستونزو له امله له چاپه پاتې او دفترونه یې تړلي دي.

د هغه په خبره، له یادو اتو رسنیو د «هنګمین» میاشتنۍ په بلوڅي ژبه او نورو رسنیو په دري ژبه دیني، ټولنیز، سیاسي، فرهنګي او د ښځو په برخو کې فعالیت درلود.

هغه د دې په بيانولو سره چې اوس په نیمروز کې هېڅ ورځپاڼه نه چاپېږي زیاته کړه، یوازې د «نیمروز» میاشتنۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا چاپېږي چې د نیمروز د اوسېدونکو غوښتنو ته ځواب نه شي ویلای.

د اطلاعاتو او کلتور رییس د عامه فکرونو د روښانولو لپاره د رسنیو اغېر ګټور وباله، له دولت او ملاتړو ادارو یې وغوښتل چې د یادو رسنیو د ژغورنې لپاره دې مرسته وکړي.

د صدای نیمرزو میاشتنۍ مسوول فضل رسول هم وویل، یوې میاشتنۍ ګڼې له ۲۰ تر ۲۵ زره افغانیو ته اړتیا لرله، خو په بازار کې په پنځه افغانۍ پلورل کېدله چې حتی د چاپ د یوې برخې لګښت یې نه شواى پوره کولای.

نوموړي زیاته کړه: ((سره له دې چې خلکو په دغه ولایت کې له چاپي رسنیو هرکلي کولو خو د ملاتړو ادارو د نشتون له امله مجبور شوو چې د خپل دفتر دروازې وتړو او د نشراتو فعالیت مو ودروو.))

هغه روښانه کړه، که ملاتړي بنسټونه د نشراتو د لګښت ورکولو ته حاضر شي مجهز کاري ټېم لري چې ګټور او مهم مطالب به لوستونکو ته وړاندې کړي.

د «ستاره سیستان (ښځو ته ځانګړې)» میاشتنۍ مسوولې فرشتې شېرزاد هم وویل چې د اقتصادي ستونزو له امله یې له تېر کال راهیسې نشرات بند کړي دي.

هغې زیاته کړه: ((موږ په خپله میاشتنۍ کې د نیمروز د ښځو ستونزو خپرولې او خلک د تاوتریخوالي د له منځه وړو په برخه کې پوهېدل، خو اوس هېڅ داسې نشریه نشته چې خلک ترې معلومات تر لاسه کړي، له همدې امله په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې ستونزې او تاوتریخوالی زیات شوي دي.))

نوموړې زیاته کړه، په نیمروز کې د ښځو لپاره د ځانګړو رسنیو موجودیت ستره اړتیا ده او دولت باید دې برخې ته جدي پام وکړي.

د نیمروز ځینې اوسېدونکي هم د چاپي رسنیو او مطالبو غوښتنه کوي، ځکه د دوی په باور د نشریاتو د فعالیت درېدل د دې لامل کېږي چې خلک له تازه پېښو او وضعیت څخه بې خبره پاتې شي.

د نیمروز ځوان اوسېدونکي نقیب الله وویل: ((په نیمروز کې د سیمه ییزو رسنیو او مطبوعاتو د فعالیت بندېدل د دې لامل شوي چې موږ د خپل ښار له هېڅ شي خبر نه یو.))

نوموړي زیاته کړه، څو کاله مخکې څو میاشتنۍ خپرېدې او خلکو یې له مطالبو او موضوعاتو استفاده کوله، خو اوس یوازې یوه میاشتنۍ چاپېږي.

د هغه په خبره، د خپرونو دویم ځلي فعالیت او چاپېدل د ټولنې د باسواده کسانو او فرهنګیانو مهمه غوښتنه ده او بلخوا د بېلا بېلو پېښو د رامنځته کېدو له امله د ورځپاڼې چاپېدو ته اړتیا شته.

په نیمروز کې همدا اوس د یوې خپرونې په ګډون سیمه ییز دولتي راډیو تلوېزیون ، د «برنا» او «۱۱» دوه شخصي تلوېزیونونه، د «صدای دوست»، «سیستان» او «بارک» په نوم درې شخصي راډیوګانې فعالیت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه