منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بګرام ــ جبل السراج د دویم سړک د قیر کېدو چارې پیل شوې

پژواک خبري اژانس
· ۱ دقیقه لوستل · ۹۱ کتنې

 چاريکار(پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): د پروان ولایت د بګرام ــ جبل السراج د دویم سړک چې ۲۶ کیلو متره اوږدوالى لري، د قیر کولو چارې چې شاوخوا ۵۳۷ زره افغانۍ لګښت پرې راځي نن پیل او په راتلونکو دوو کلونو کې به بشپړې شي.

 د افغانستان د فوايد عامې وزیر یما یاري د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، ددغه سړک جوړېدل چې لس متره عرض لري ډېرې اقتصادي ګټې لري، ځکه دیارلس ولایتونه سره نښلوي.

 هغه زیاته کړه، دا پروژه چې۱۵۰ پولګوټي او څلور پلونه هم په کې شامل دي د نړیوال بانک په ملاتړ د هریرود خصوصي قراردادي ساختماني شرکت عملي کوي.

د دغه سړک قیر ته د تیارېدو چارې مخکې ترسره شوې دي.

 د پروان د والي ویاند فضل الدین عیار وویل، د دغه سړک له جوړېدو وروسته به ترافیکي پېښې راکمې شي. همدا اوس پر دغه مسیر هر کال سلګونه ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

بلخوا د هریرود ساختماني خصوصي شرکت رییس او په  ولسي جرګه کې د پروان د خلکو نوي استازي عبدالعزیز همایون هریرود ژمنه وکړه چې دغه پروژه به د قرارداد مطابق په ښه کیفیت عملي کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه