غزني ښار (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٧): وسله والو طالبانو د غزني- کندهار د پخواني یا زاړه سړک د بیارغولو چارې پيل کړې، خو خلک وايي چې د دغه سړک په اوږدو کې يې د استوګنې یو شمېر کورونه او باغونه تر اوسه نړولي دي.
بل لور ته د غزني چارواکي وايي چې وسله وال طالبان دغه کار له خلکو د پيسو ترلاسه کولو په موخه ترسره کوي، خو طالبان بیا وايي چې دغه سړک خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه ترسره کوي.
وسله والو طالبانو پر دغه سړک د جغل اچولو چارې د قره باغ ولسوالۍ له موشکي سيمې پيل کړې او اوس د اندړو ولسوالۍ کمالخېلو سيمې ته رسېدلې دي.
په دې اړه د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي خيال محمد د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کار په پيل کې وسله والو طالبانو خلکو ته پر دغه سړک د کار کولو په بدل کې پيسې هم ورکولې.
خو دې وايي: ((دوه ځلې پر دغه ځاى بمبار وشو، د طالبانو د سړک جوړولو وسايل په کې له منځه ولاړل، له هغه وروسته پر خلکو کار کوي خو مزد نه ورکوي.))
د هغه په وينا، طالبانو له خلکو غوښتنه کړې چې کندهار ته دې پر دغه زاړه سړک تګ راتګ کوي.
دغه راز د قره باغ د موشکي سيمې اوسېدونکي احسان الله پژواک ته وويل چې طالبانو د دغه سړک په اوږدو کې تر اوسه د خلکو نهه کورونه او ځيني باغونه نړولي دي.
ده زياته کړه: ((اوله کې يې کار ښه تېز روان کړى و، خو کله چې پرې بريد وشو له هغه وروسته يې کارونه ورو کړي دي.))
بلخوا د غزني چارواکي هم د طالبانو له لوري د ياد سړک رغولو چارې مني.
د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل، وسله وال طالبان د پيسو ترلاسه کولو په موخه غواړي د غزني- کندهار پخوانی سړک بېرته ورغوي.
هغه وايي: ((طالبان کوښښ کوي، څو خلک مجبور کړي چې پر دغه سړک تګ راتګ وکړي، څو دوى له موټرو پيسې واخلي او ځان ته عوايد برابر کړي.))
خو والي زياتوي، دوى کوښښ کوي چې د طالبانو د دغه پلان مخه ونيسي؛ ځکه تر اوسه يې پر هغه سړک دوه ځلې هوايي بريدونه کړي چې طالبانو يې د جغل اچونې چارې پيل کړې دي.
خو بل لور ته طالبان بيا وايي چې د پخواني یا زوړ سړک د بیارغونې کار یې خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه پیل کړې دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د غزني- کندهار پر عمومي او پاخه سړک ډېرى وخت جګړه وي، خلک په ستونزو کې وي نو ځکه پر دغه بل سړک طالبانو کار پيل کړى دى.
مجاهد وايي چې طالبان دغه سړک په دولتي ځمکه کې جوړوي او که د سړک په اوږدو کې چا دولتي ځمکه غصب کړې وي، نو دوى يې بېرته ترې را ګرځوي او سړک پرې جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د غزني- پکتيکا د لويې لارې پنځه کيلومتره پوخ سړک ونړاوه او اوس خلک پر خامه لارو تګ راتګ کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










