Language

د هند ځانمرګي بريد  کې ٤٠  سرتېري وژل شوي

کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٧) : د هندوستان په کشمير کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ددغه هېواد ٤٠ سرتېري وژل شوي دي.

هندي رسنيو خبر ورکړى چې دا بريد پرون د کشمير په پلوامه سيمه کې د هندي پوليسو پر يوه موټريز کاروان شوى دى.

رسنيو د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې په دغه برید کې ۴۰ پولیس وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په يوه ټویټ کې ویلي چې له خپل امنیتي سلاکار سره یې د پلوامې د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

هندي چارواکي وايي چې د پولیسو موټریز کاروان له جمو څخه سرېنګر ته روان و چې ځانمرګی بريد پرې شوی دى .

هندي پولیسو ویلي چې بریدګر  عادل احمد نومېږي او د همدې سیمې د پلوامې اوسېدونکی و چې په ۲۰۰۸م له جیش محمد سره يو ځای شوی و

 د هند حکومت ويلي چې جيش محمد ددې بريد مسووليت پر غاړه لري چې په وينا يې مشران او د روزنې کمپونه يې په پاکستان کې دي.

د پاکستان حکومت په دغه  بريد کې لاس لرل  رد کړي دي.

Related Topics