چاريکار (پژواک،٤ کب ٩٧): په پروان کې د ګونګیانو او کڼو یوه اووه کسیزه کورنۍ چې د ګونګیانو د یوې جوړې د واده حاصل دی، په دې ساړه ژمي کې د خونو د ګرمېدو لپاره هيڅ وسيله نه لري .
۵۰ کلن محمد همایون چې کوڼ دی او خبرې هم نه شي کولی د دغې کورنۍ مشر دی او د محجوبې په نوم ۵۰ کلنه ښځه یې هم کڼه او د خبرو له نعمته بې برخې ده.
د یادې جوړې د واده حاصل دوه زامن او دوه لوڼې دي چې دوی ټول هم کاڼه او ګونګيان دي.
د دې کورنۍ غړي له درد او غمه ډک زړونه لري، ظاهرا چوپ دي خو د زړه خبرې په اشاري ژبه کوي.
دغه کورنۍ د خپلې اوسېدو په سیمه (د پروان په مرکز تتمدره) کې د «ګونګیانو» په کورنۍ مشهوره ده.
د محجوبې خور محبوبې پژواک ته وویل، همایون او محجوبه دواړه ګونګي زېږېدلي او خبرې نه شي کولی.
هغې زیاته کړه: ((۲۶ کاله مخکې مې د ګونګ او ګونګې واده وکړ او اولادونه یې هم ګونګیان دي.))
دغه کورنۍ د ژمۍ په سړه هوا کې په دوو خونو کې د هوا د ګرمېدو له کومې وسیلې لکه صندلۍ او نورو پرته ژوند کوي. دوه خونې لرونکى کور يې خپل دى .
محبوبې د خپلې خور د کورنۍ د ستونزو په اړه د خبرو پر مهال په ژړا وویل، دغه کورنۍ نه یوازې د خپلو خونو د ګرمېدو لپاره د سون موادو د اخیستو توان نه لري، بلکې د اړتیا وړ خوراکي توکي هم نه لري او له هغو سبزیجاتو ډېره استفاده کوي چې له ژمي مخکې یې د خلکو په کروندو کې د کار پر مهال وچ کړي وي.
هغې زیاته کړه، اوس د دې کورنۍ د اسدلله په نوم یوازې یو غړی چې ۱۵ کاله عمر لري د غنمو د پاکولو په یوه شرکت کې د ورځنۍ سل افغانۍ مزدورۍ په بدل کې کار کوي.
هغې زیاته کړه، د محمد نصیب په نوم مې د خور مشر زوی چې ۲۵ کاله عمر لري بېکاره دی او نه دی توانېدلی چې د کوڼوالي او ګونګوالي له امله ځان ته کار پیدا کړي.
مېرمن محبوبې وویل، محمد نصیب د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله سخت ځورېږي خو هر څومره هڅه چې کوي ځان ته کار نه شي پیداکولی.
د محبوبې په خبره، ژمی په کرنیزو ځمکو کې هم کار نه وي، خو نصیب او پلار یې د کال په نورو فصلونو کې ځينې وخت د خلکو په ځمکو کې کار کوي او دوی خپله ځمکه نه لري.
هغې زیاته کړه، خلک هم ځینې وخت له دې کورنۍ سره مرسته کوي، خو یادې مرستې په دومره اندازه نه دي چې د دوی اړتیاوې پرې پوره شي.
د یادې کورنۍ مشر محمد همایون هم په اشاري ژبه له اقتصادي ستونزو شکایت وکړ او ویې ویل، اولادونه یې د خوړو لپاره کافي توکي نه لري.
هغه خپل مشر زوی ته اشاره وکړه او ویې ویل، زوی یې کولی شي کار وکړي خو د کار زمینه نه ده ورته برابره.
همایون ځان ته په اشاره وویل، ږیره یې سپینه شوې او د یادو ستونزو زغم ورته ډېر سخت دی.
هغه له حکومته وغوښتل چې له دوی سره لږ تر لږه د کار په پیداکولو کې مرسته وکړي.
د محبوبې په خبره، د بېنفشې په نوم د همایون مشره لور چې ۲۰ کاله عمر لري له ګونګوالي او د خبرو له نه اورېدو ځورېږي او رواني ستونزوې ورته پیدا شوې دي.
محبوبې وویل: (( دغې نجلۍ (بنفشې) ته له ډېر تشویشه عصبي ستونزه پیدا شوې، هره ورځ لوېږي ورته وايو ولې؟ وايي ورور مې ګونګی دی، پلار مې ګونګی دی موږ ولې دا ډول یو؟))
هغې خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل: (( دغه نجلۍ وايي چې د نورو خلکو پلار کار کوي او وروڼه یې کار کوي، ښه ژوند لري موږ هم غواړو ښه ژوند ولرو.))
د دې په خبره، بنفشه د دې کورنۍ یوازینۍ غړې ده چې ښوونځي ته ځي او هره ورځ د ۵ کیلو متره فاصلې په طی کولو د چاریکارو تر ښار حرۀ جلالي ښوونځي ته ځي او هلته د کڼو په ځانګړي ټولګي کې درس وايي.
محبوبې زیاته کړه: ((بنفشه په اووم ټولګي کې ده له یوه ګاونډي سره مو چې موټر لري ځي، د کورنۍ ټول غړي له درسونو سره لېوالتیا لري خو نه شي کولی زده کړې وکړي، ښوونځی لرې دى.))
بنفشه چې تر یوې اندازې په لیک او لوست پوهېږي ځینې ستونزې د لیکلو له لارې حل کوي.
بې نفشه وايي، هڅه کوي چې پوره لیک او لوست زده کړي څو له دې لارې ځان او نور پوه کړي او وکولی شي ځان او کورنۍ ته د خدمت جوګه شي.
د پروان د پوهنې ریاست د تدریسي مرستیالې زرلښتې میرزاده د معلوماتو په اساس، همدا اوس د دغه ولایت په ځینو ښوونځیو کې د ۱۵ نجونو په ګډون ۵۹ کڼو ته د ځانګړو ښوونکو له خوا تدریس کېږي.
د بنفشې مور محجوبې چې له ناچارۍ یې اوښکې تویې شوې په اشاره وویل، بنفشه خیاطي هم کولای شي او ځینې وخت د ګاونډيانو جامې ګنډي.
هغې وویل، حکومت دې بنفشې او د دې زامنو ته د کار زمینه برابره کړي څو د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې حل شي.
د دې کورنۍ کوچني غړي عاطفه او محمد یحیى چې پنځه او درې کاله عمرونه لري په ماشومانه لوبو بوخت دي او تر اوسه د کورنۍ ستونزې نه شي درک کولی، خو په ښایسته څېرو کې یې د کورنۍ بېوزلي او تنګ لاسي ترسترګو کېږي.
له دې کورنۍ سره ځانګړې مرستې نه دي شوې.
د دغه ولایت چارواکي وايي، څه وخت مخکې يې اړمنو کسانو ته د خوارکي توکو د وېش پر مهال له دې کورنۍ سره هم د یوې اندازې غوړیو، وریجو، کمپلو او نورو موادو مرسته کړې ده.
د پروان ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو امر سید ظهور هاشمي وايي، یوه موسسه یې پیداکړې چې د دې کورنۍ غړي د اورېدو د یوې ځانګړې آلې څخه په استفاده د اورېدو توان پیدا کړي.
هغه زیاته کړه، یادې موسسې ژمنه کړې چې د دې کورنۍ غړو ته به د اورېدو ځانکړې آلې ووېشي.
د راپورونو په اساس، په افغانستان کې له ۵۰ زره ډېر ګونګیان او کاڼه وګړي ژوند کوي چې اتیا سلنه یې زده کړو ته لاس رسی نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










