منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ميدان وردګو کې د ٧٨ميليون افغانيو په لګښت د سويډن کمېټې ودانۍ جوړه شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کابل (پژواک ، ٧کب ٩٧): په ميدان وردګو ولايت کې د سويډن کمېټې سيمه ييز دفتر ودانۍ د څه باندې ٧٨ميليون افغانيو په لګښت جوړه او نن ګټې اخيستو ته وسپارل شوه  .

د ميدان وردګو ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ودانۍپه ميدان ښار کې  په څلورو پوړونو کې د دوو کلونو په موده کې  جوړه شوې ده .

په ميدان وردګو کې د سویډن کمېټې د ولایتي دفتر مشر شفیع الله شریفي  وویل چې ياده ودانۍ په پنځه جریبه ځمکه کې د څه باندې ۷۸ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

ده وويل چې د دغې ودانۍ ځمکه  د میدان ښارـ ښاروالۍ  ورکړې ده.    

د میدان وردګو والي ډګر جنرال مظفرالدین یمین  د دغې ودانۍ د پرانېستلو پر مهال د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې عمومي مشر سوني مانسون  او د کمېټې له ټولو کار کوونکو مننه وکړه چې د افغانستان د  ۴۰ کلن جنګ پر مهال يې  له خلکو سره په  ډېرو سختو ستونزمنو شرايطو کې کار کړى.  

یمین زیاته کړه چې د سویډن کمېټې خدمتونه د سوکالۍ، ابادۍ او پرمختګ سبب ګرځېدلي او د روغتیا او پوهنې په برخو کې یې په هغو سیمو کې خدمت کړی چې هلته خلک د ژوند له لومړنیو اسانتياوو څخه هم بې برخې وو.

هغه وويل : " جنګ د حل لاره نه ده، موږ سوله غواړو، هغه سوله چې د ټولو افغانانو عزت په کې خوندي وي او د سولې په خاطر موږ هر ډول قربانۍ ته حاضر یو ."

 په افغانستان کې د سویډن کمېټې عمومي مشر سوني مانسون وویل : " خوشحاله یم چې نن په داسې یو پروګرام کې ګډون کوم چې د یوې ودانۍ پرانیسته ده او دا د سویډن کمېټې ژمنتیا ده چې د افغانستان له خلکو سره یې لري، د سويډن کمېټې موخه د خلکو په پښو درول دي او په سختو شرایطو کې یې د افغانستان او بیا په ځانګړي ډول د میدان وردګو ولایت وګړو ته د روغتیا، پوهنې او ولسي تړون په برخو کې په عادلانه او بې پرې توګه خدمت کړی."

سوني مانسون زیاته کړه چې سویډن کمېټې مثبت تغیرات راوستي او د مېرمنو په ګډون یې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او تر هغه به خپل فعالیت ته دوام ورکړي چې دوی ورته اړتيا لري .

د ميدان وردګو د ولایتي شورا ريیس الحاج اختر محمد طاهري د سویډن کمېټې له کارکوونکو مننه وکړه چې د خلکو ستونزې یې د روغتیا او پوهنې په برخو کې حل کړې دي. 
طاهري د سویډن کمېټې مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې ولایتي شورا د سویډن کمېټې د فعالیتونو ملاتړ کوي او هر وخت یې تر څنګ ولاړه ده .

د يادونې ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ۳۶ کاله وړاندې په افغانستان او په ۱۹۹۱ میلادي کال کې يې په میدان وردګو ولایت کې په فعالیت پيل کړی او د پوهنې، روغتیا او ولسي تړون په برخو کې خلکو ته خدمت کوي.  

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه