ګردېز (پژواک، ١٥ کب ٩٧): د سوېل ختيځ زون د مرکز پکتيا اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولايت د غير دولتي موسـسو پوښـښ او فعاليتونه خورا کم دي.
دوی په دغه ولايت کې د بېلابېلو خيريه او بشري بنسټونو او موسـسو د فعاليت پيل او پراخوالى غواړي او وايي چې په دې سيمه کې په مختلفو برخو کې زيات کار ته اړتيا ده.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پکتيا د روغتيا، پوهنې، اقتصاد، کرنې، د مېرمنو د اقتصادي بسياينې، د ماشومانو د پالنې، پراختيا، رغونې او نورو چارو کې جدي اړتياوې لري چې د حل لپاره يې بايد پر دولت سربېره موسـسې هم کار وکړي.
ځاځی وايي: ((پکتيا کې په هره برخه کې زيات مشکلات او ضرورتونه شته، دلته په تېر کې کار نه دی شوی، حتی موږ لا هم په مرکز کې ډېرو هغو کارونو او پروژو ته ضرورت لرو چې په نورو ولايتونو کې ډېر مخکې ترسره شوي دي او ښه خبره دا ده چې دلته کار ته له هره اړخه ښه زمينه برابره ده.))
د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی اجمل مسعودزی په بېلابېلو ملي او نړيوالو موسـسو کې د فساد خبره کوي او وايي چې په دغو بنسټونو کې د کارکوونکو ګومارنه او فعاليتونه شفاف نه دي.
مسعودزي پژواک ته وويل: ((د موسـسو کارونه ډېر سـست روان دي، حتی ځيني ګومارنې په واسطو په کې کېږي، وړ خلک نه مقرروي، يو خو عمومي موسـسات کم شوي، خو په پکتيا کې بيا فعاليتونه ډېر کم دي، زه چې ځيني وخت اکبر سايت ګورم د نورو ولايتونو په پرتله پکتيا کې د موسـساتو بستونه ډېر کم اعلانېږي.))
د مرکز ګردېز اوسېدونکی رومل وايي، له ډېرې مودې راهیسې يې داسې کوم فعاليت نه دی ليدلی چې د موسـسو له خوا ترسره شوی وي.
نوموړی دغه حالت ناسم يادوي او وايي چې د موسـسو حضور، فعاليت او پوښـښ ته بايد جدي کار وشي.
دی وايي: ((مخکې موسـسې يو څه ښې وې، په مختلفو برخو کې به يې ځيني کارونه کول، مثلاً د زده کړو، عامه پوهاوي، ټولنيزې خير ښېګڼې او نورو برخو کې، خو اوس حالت بدل دی او زه حيران يم چې د پکتيا په شان امن ولايت کې ولې د موسـساتو فعاليتونه دومره لږ دي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
بل لور ته د پکتيا د اقتصاد رييس فيروز حبيب صافی هم مني چې په دغه ولايت کې د بېلابېلو موسـسو او انجيوګانو شمېر خورا کم او فعاليتونه يې د نورو لومړۍ درجه ولايتونو په پرتله لږ دي.
صافی وايي چې په پکتيا کې د ډاډمن امنيتي حالت په مټ موسـسو او انجيوګانو ته د کار او پوښـښ ښه زمينه برابره ده.
نوموړي زياته کړه: ((د درجه يو ولايت په صفت کوم رنګ او رُخ او فعاليتونه چې انجيوګانې او موسـسات په مزارشريف، کندهار او ننګرهار کې لري، هغه رښتيا هم په پکتيا کې ډېر کم دي. هغه انجيوګانې چې په پکتيا کې دي، هغه کار کوي، خو مشکل په تعداد کې دی، مثلاً کندهار کې ۱۲۰، ننګرهار کې ۱۲۵ انجيوګانې دي، خو پکتيا کې چې له دې ولايتونو امن هم دی او زمينه سازي هم ده، يوازې تر ۳۵ انجيوګانو فعاليت کوي.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازي پژواک ته وويل، دې ته په پام چې په ټوله کې د موسـسو فعاليتونه تر پخوا کم شوي، په شته بنسټونو کې د پکتيا پوښـښ خورا پيکه او ده ته د منلو نه دی.
کټوازی وايي، په پکتيا کې د فعاليتونو ښه زمينه برابره ده او که څوک د ولايتي ادارې اړوند هر ډول اسانتياوو ته اړتيا ولري، ورته چمتو به يې کړي.
نوموړي وويل: ((د موسـساتو فعاليتونه دلته ما ته قابل د قبول نه دي. ځيني موسـسات چې په نورو زونونو کې فعاليت کوي، خو په دغه زون کې نشته، د هغوی د راتګ لپاره مو هم هلې ځلې شروع کړې دي. همدغه موسـسات چې کار کوي هم، د دوی فعاليتونه قابل د قبول نه دي او په هغه اندازه کار نه کوي، چې بايد ويې کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې په ځينو نورو ولايتونو خلک بيا موسسې پر اداري فساد تورنوي او وايي چې کارونه يې شفاف نه دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










