منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“له کجکي بند څخه د برېښنا نوي غځول شوي مزي بې کیفیته دي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

کندهار (پژواک، ۸ وری ۹۸): د کندهار ولایتي شورا وايي، له کجکي بند څخه د برېښنا د نوو مزیو غځولو په پروژه کې فساد شوی، نوي مزي د برېښنا د لېږد وړتیا نه لري او پرې کېږي.

دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغه پروژه دې تر هغو نه تسلیموي چې د کیفیت تضمین یې نه وي شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ یو ځل بیا له کجکي بند څخه کندهار او لښکرګاه ته د برېښنا لېږد درېدلی دی.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو میاشتو راهیسې په کجکي بند کې د اوبو د کمښت له امله برېښنا پارچاو وه، خو په دې وروستیو کې چې د برېښنا جریان بېرته پیل شوی، مزي پرې کېږي او د برېښنا د لېږد توان نه لري.

ده زیاته کړه، هغه معلومات چې دوی تر لاسه کړي ښيي چې له کجکي بند څخه د نوو مزو غځولو په پروژه کې فساد شوی او غځول شوي مزي بې کیفیته دي.

دی غوښتنه کوي چې حکومت دې تر هغه دا پروژه نه تسلیموي چې د کیفیت تضمین یې نه وي شوی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې پلان لري د برېښنا چارواکي ولایتي شورا ته ور وغواړي او په دې اړه معلومات وړاندې کړي.

له کجکي بند څخه د برېښنا د نوو مزو غځولو پروژه د امریکا پوځ د انجنیري برخې له خوا پلې کېږي.

د معلوماتو له مخې، د ۴۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۴۰۳ پایو او نوو مزو د غځولو دغه پروژه په دې وروستیو کې بشپړه شوې ده.

د کندهار حوزې د برېښنا رییس امان الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژه درې برخې لري چې له کجکي بند څخه تر لښکرګاه دوراهي، له لښکرګاه دوراهي څخه تر لښکرګاه ښار او له لښکرګاه دوراهي څخه تر میوند ولسوالۍ پورې د نوو پایو، مزیو او دوو سب سټېشنونه نصبول شامل دي.

هغه زیاته کړه، له لښکرګاه دوراهي تر میوند ولسوالۍ پورې هیڅ ستونزه نشته او غځول شوي مزي عادي کار کوي، خو ستونزه له لښکرګاه دوراهي تر لښکرګاه او له کجکي بند څخه تر لښکرګاه دوراهي پورې ده چېرې چې تل جګړې وې او پایو او مزیو ته زیان اوړي.

د ده په خبره، څو ورځې مخکې چې تر اوږده ځنډ وروسته برېښنا بېرته وصل شوه، په همدغو ساحو کې مزي پرې کېدل او دوی بېرته رغول، ځکه په دغه ساحه کې تل جګړې وي.

دی وايي، همدا تېره ورځ هم یو ځل بیا په سنګین ولسوالۍ کې د جګړې له امله د برېښنا مزي پرې شوي او د برېښنا کارکوونکي په ساحه کې دي څو اجازه ورکړل شي او مزي بېرته ورغوي.

د ده په خبره، دوی پر دې کار کوي څو معلومه کړي چې مزي د ټیټ کیفیت له امله پرې کېږي او که د جګړې له کبله.

نوموړی وايي، د شوي قرارداد له مخې، د پروژې تر بشپړېدو وروسته به یو کال د وارنټي موده وي، که په دغه موده کې د جګړې او نورو طبیعي پېښو له امله پایو او مزو ته زیان اوړي نو رغول به یې د برېښنا ریاست پر غاړه وي او که د ټیټ کیفیت له امله قطع کېږي اړوند قراردادي شرکت به یې جوړوي.

ده وویل، تر هغه چې د پروژې د کیفیت له تضمین څخه ډاډه شوي نه وي، دغه پروژه نه تسلیموي.

فاروقي د دې تر څنګ د کندهار لپاره د ۴۰ مېګاواټه سولري برېښنا د پروژو په اړه وویل چې د ۱۵ مېګاواټه سولري برېښنا د پروژې چارې چې د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ پر غاړه وې، په بشپړېدو دي او تر راتلونکې میاشتې به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

خو ده یادونه وکړه چې د ۱۵ مېګاواټه برېښنا چارې چې د هندۍ ډایناسټي او ۱۰ مېګاواټه برېښنا چارې چې د زولارستان کمپنیو له خوا پر مخ وړل کېږي، چارې یې ډېرې ورو روانې دي او تر دې مهاله یې ایله ۳۰ یا ۴۰ سلنه کارونه مخ ته تللي دي.

دی وايي، پر اړوند کمپنیو یې فشار راوړی څو کارونه چټک کړي.

د یادونې ده چې دا مهال کندهار ته له کجکي بند څخه یوازې ۲۰ مېګاواټه برېښنا رسېږي چې په هیڅ توګه بسنه نه کوي.

خو هغه هم ډېر مهال د جګړو او نورو ستونزو له امله پرې کېږي چې بېرته رغول یې ورځې ورځې وخت اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره اوونۍ د هلمند له کجکي بند څخه کندهار او لښکرګاه ښارونو ته د برېښنا لېږد تر څو میاشتني ځنډ وروسته بېرته پیل شو.

د برېښنا جریان درې میاشتې مخکې په کجکي بند کې د اوبو کچې د ټيټوالي له امله درېدلی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه