کابل (پژواک، ٨ وری ۹۸): د کليو د پراختيا وزارت او کليوالي شوراګانو ترمنځ په کابل او ننګرهار کې د ٦٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت د پروژو پلي کېدو قراردادونه لاسليک شول چې ۳۱ زره کورنۍ به ترې مستقیمه ګټه واخلي.
دغه قراردادونه د کليو د پراختيا او بيارغونې وزير مجيب الرحمن کريمي او د يادو شوراګانو استازو نن په کابل کې لاسليک کړل.
مجیب الرحمن کريمي وويل، په دغو پروژو کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو، د اوبو رسولو شبکو کانالونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي چې د کابل او ننګرهار په ۱۲ ولسوالیو کې پلې کېږي.
د ده په خبره، په يادو ۱۷۶ پروژو کې په ننګرهار کې ٢٣ ودانۍ جوړېږي او پاتې نورې پرمختيايي پروژې په کابل او ننګرهار دواړو ولايتونو کې تطبيقېږي.
ده زياته کړه، يادې پروژې د ولسمشر په ځانګړې لارښوونې د کابل په سروبي، خاکجبار، موسهي، چهاراسياب، ده سبز او پغمان ولسواليو او د ننګرهار په ګوشتې، دوربابا، اچين، غني خېلو، خېوې او چپرهار ولسواليو کې عملي کېږي.
د هغه په وينا، د دغو پروژو لګښت څه باندې ٦٥٠ ميليونه افغانۍ دى چې د نړیوال بانک د کرنې په برخه کې د پراختیا نړیوالې برنامې او مالیې وزارت له خوا ورکول کېږي.
کريمي د دې پروژو پر ښه کيفيت د ټينګار ترڅنګ وويل، د دغو پرمختيايي پروژو په پايله کې به ۱۹۶۵۰ جریبه ځمکه په ننګرهار او ۱۰ زره جریبه ځمکه په کابل کې د اوبو تر منظم سیستم لاندې راشي چې ۳۱ زره کورنۍ به ترې په مستقیمه توګه ګټه واخلي.
د دوربابا ولسوالۍ د شورا مشر الفت خان په نننۍ ناسته کې وویل چې په دغې ولسوالۍ کې د ښوونځیو ودانیو جوړولو ته ډېره اړتیا وه او له همدې امله ډېرو کورنیو خپل ماشومان ښوونځیو ته نه پرېښودل چې په دې سره به ډېرو ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره شي.
login or register a new account.