منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​د پژواک له راپور وروسته د کونړ درې ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو نوي قراردادونه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ١۴ ورى ٩٨): د کونړ ولايت د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو د کارونو د نيمګړتيا په اړه د پژواک تر راپور وروسته د درېيو ښوونځيو د ودانيو جوړولو نوي قراردادونه شوي دي.

پژواک اژانس تېره مياشت يو راپور خپور کړ چې د کونړ په اوو ولسواليو کې قراردادي شرکتونو د ۱۳ ښوونځيو رغنيزې چارې له لسو کلونو راهيسې نيمګړي پرېيښې او شرکتونه تښتېدلي دي.

د کونړ د پوهنې ریيس مجیب الرحمن همدرد وايي چې دغه قراردادونه په کابل کې د وزارت له خوا له ساختماني شرکتونو سره شوي وو خو کارونه يې له کلونو نيمګړي پاتې وو.

هغه زياته کړه: ((موږ د دغو قراردادیانو د پیدا کولو په موخه ولایت مقام او همدارنګه وزارت ته په کراتو کراتو مکتوبونه لېږلي وو خو تر اوسه پورې قراردادیان پيدا نه شول.))

د نوموړي په وينا، د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د پوهنې وزارت له خوا د مرورې ولسوالۍ د چنار منيګل، د شیګل ولسوالۍ د کربوړۍ او د اسمار ولسوالۍ د ډمبرو  ښوونځیو د نیمګړو ودانیو د جوړېدو نوي قراردادونه کړي او اوس يې کارونه پيل شوي دي.

د پوهنې رييس وايي چې د دغو نیمګړو ودانیو چارې به په پنځو میاشتو کې بشپړې شي.

همدرد وويل، د پژواک د راپور له خپرېدلو وروسته د پوهنې وزارت له خوا له دوى سره اړيکې ډېرې شوې او وزارت غوښتنه کړې ده چې د دې نيمګړو ودانيو په اړه ورسره نور معلومات هم شريک کړي.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د پاتې نورو نيمګړو ودانيو د رغولو چارې هم پيل شي.

د مرورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او مدني فعال محمد شعیب غروال پژواک ته وويل چې څېړنيز راپورونه چې د شواهدو او اسنادو پر بنسټ خپرېږي، ګټې يې دا وي چې چارواکي ژر خبرېږي او بيا د ستونزو په اړه اقدام کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه