جلال اباد (پژواک، ١٦ ورى ٩٨) : د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیز مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل،چې د بنايي ساختماني تصدۍ مرستیال انجنير عبدالقهار حیدري يې هم ملتیا کوله د وري په ١٦مه، ددې مرکز د جوړولو چارې پيل کړې.
والي وويل، دغه مرکز د چارو ادارې د مالي او عملیاتي او مرستندویه واحد لوی رياست په ۸۶ ميليونه افغانیو مالي لګښت د يو لوی جومات او ټولنيز مرکز د جوړېدو چارې پيل شوي، چې د ٣٦ ميليونه افغانیو په لګښت یې یواځې ټولنیز مرکز جوړیږي.
هغه زیاته کړه، ياد مرکز په ۹۵۰ متره مربع ځمکه کې جوړیږي،چې په جوړېدو سره به د سیمې خلک ترې د فاتحې اخیستنې، ښادیو،غونډو او نورو چارو لپاره ترې ګټه واخلي، چې په یو وخت به د يو نيم زره کسانو د ځاى کېدو ظرفیت هم ولري .
میاخېل وايي، د ولسمشر د حکم له مخې د حکومتولۍ د اصل له مخې د یادو چارو د ترسره کېدو په اړه ولس ته د حساب ورکولو برخه هم فعاله ده او په عام ځای کې په لیکل شوي بورډ هره ورځ د بېلابېلو هغو توکو چې په یاد ټولنیز مرکز کې ترې ګټه اخیستل کیږي،په واضح ډول د خلکو لپاره لیکل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










