منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جلال اباد شاهي ماڼۍ د ۶۶ ميليونه افغانيو په لګښت بيارغول کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۷ وری ۹۸): د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د څه باندې ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بيارغولو چارې پيل شوې او ټاکل شوې د يوه کال په موده کې پر خپل پخواني ارزښت ورغول شي.

د دې ودانۍ د بيارغونې چارې د وري په ۱۷مه د ننګرهار د والي شاه محمود مياخېل له لوري د پټۍ په پرېکولو پيل شوې.

نوموړي په دې اړه وویل، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د مالي او  عملیاتي او مرستندوی واحد لوی ریاست له لوري د ۶۶ میلیونه او درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت د بنایي ساختماني تصدۍ په تخنیکي مرسته د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بیارغونې چارې نن پیل شوې چې له ۶ میاشتو تر یو کال مودې پورې به  بشپړې شي .

هغه زیاته کړه، د جلال اباد شاهي ماڼۍ شاوخوا ۱۳۴ کاله وړاندې د امیر عبدالرحمن  خان په وخت کې جوړه شوې وه، خو د وخت مسوولینو په  کې مصنوعي کارونه کړي وو، یو ځل بیا به د تاریخي ابدې په توګه په اصلي بڼه ورغول شي.

میاخېل ډاډ وښود چې د ثبات رامنځته کېدو په موخه به جلال اباد شاهي ماڼۍ ته خلک په عادي ډول تګ راتګ وکړي .

والي همدا راز زياته کړه چې د خپلواکۍ سلمې کلیزې په مناسبت به د خپلواکۍ د ګټونکي شاه  غازي امان الله خان مزار د جوړولو چارې هم بشپړې شي چې د دغو چارو د پیل کېدو له امله یې له ولسمشره مننه وکړه او د دغه ولایت ټول ولس ته یې مبارکي ورکړه .

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ريیس اورنګ صمیم وویل، د جلال اباد شاهي ماڼۍ په ۱۲۶۴ هجري کال کې جوړه شوې ده چې د ودانۍ د معمارۍ هنر یې په کندهار ولایت پورې اړه لري او د هېواد د یو شمېر نورو  تاریخي سیمو تر څنګ جلال اباد شاهي ماڼۍ د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ ژمنی پایتخت بلل شوی دی .

د جلال اباد د شاهي ماڼۍ خانه سامان حاجي هفته ګل چې ځان د شاهي مانۍ ژوندی تاریخ بولي، وایي، د کورنۍ غړي یې د دې تاریخي ماڼۍ د ساتنې په موخه وقف کړي او خوښ دی چې د ننګرهار د اوسني والي په وخت کې یې د بیارغونې چارې پیل شوې.

د یادونې ده، په وروستیو کې په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان مزار، جلال اباد شاهي ماڼۍ، پاچا خان مزار، دوه لویو جوماتونو او ګڼ شمېر نورو پروژو چارې پیل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه