کندهار (پژواک، ۱۷ وری ۹۸): چارواکي وايي، په کندهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د ۴۳۴ بېلابېلو پروژو لپاره څه باندې ۴۹۳ میلیونه افغانۍ منظورې شوې چې ۱۰۴ یې ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو دي.
په کندهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د اړیکو مسوول عطا محمد هیله من پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژې د دغه ولایت په پنجوايي، تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو کې پلي کېږي.
هغه زیاته کړه، پر دغو ۴۳۴ پروژو د خلکو د لس سلنې ونډې په ګډون ۴۹۳ میلیونه ۷۰زره ۵۸۹ افغانۍ لګښت راځي چې تازه منظورې شوې دي.
دی وايي، په دغو پروژو کې ۹۵ د اوبو لګونې د معیاري سیستم دي چې د کانالونو، د اوبو د وېش دروازو او استنادي دېوالونو جوړول په کې شامل دي.
له دغو پروژو ۹۳ یې په پنجوايي او دوه یې په تخته پل ولسوالیو کې دي چې په پلي کېدو سره به یې له ۳۰زره جریبه ډېره ځمکه د اوبو لګولو تر معیاري سیستم لاندې راشي.
نوموړي ۱۱۹ پروژې د لمریزې برېښنا یادې کړې چې ۷۱ یې په سپين بولدک، ۴۶ یې په تخته پل او دوه یې په پنجوايي ولسوالیو کې دي.
د ده په خبره، د دغو پروژو په پلي کېدو سره چې د خلکو له خوا یې غوښتنه شوې، ۱۲۶۰ کیلوواټه برېښنا تولید شي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې ۱۱۶ نورې پروژې د څښاک د پاکو اوبو دي چې د ژورو څاګانو، لاسي بمبو او د اوبو د وېش د شبکو جوړول په کې شامل دي.
دی وايي، له دغو پروژو ۵۸ یې په پنجوايي، ۳۳ په سپين بولدک او ۲۵ یې په تخته پل ولسوالیو کې دي.
نوموړی زیاتوي، د دغو ټولو پروژو ځینې یې بشپړې شوې او ځینې یې تر کار لاندې دي چې په نژدې راتلونکې کې به بشپړې او ګټې اخیستو ته وسپارل شي.
دغه راز د یادو پروژو تر څنګ ۱۰۴ د اقرا برنامې له مخې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو دي.
هیله من وايي، سمدستي له دې ډلې د ۸۱ ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره له مرکزه څه باندې ۳۲۳ میلیونه افغانۍ رالېږدول شوې او د پاتې نورو بودجه به د اړوندو تخنیکي چارو له بشپړاوي وروسته را ولېږل شي.
په دې سره به د ښوونځیو د ودانیو د کمښت ستونزه ۸۰ سلنه حل شي او زده کوونکو ته به سالم درسي چاپېریال برابر شي.
د ده په خبره، سمدستي په پنجوايي او تخته پل ولسواليو کې د دغو ودانیو جوړولو چارې روانې دي چې په لنډه موده کې به په نورو ولسوالیو کې هم پیل شي.
هیله من وايي، د ولسي تړون ملي پروګرام له روانو پروژو تر ۳۶۲ زره ډېر وګړي نېغ په نېغه ګټه اخلي او د سیمو اوسېدونکو ته یې یو میلیون کاري ورځې برابرې کړې دي.
له دغو پروژو د ولسوالیو اوسېدونکي خوښ دي؛ ځکه په انتخاب او کار دواړو کې یې ښکېل دي.
حکمت الله د تخته پل ولسوالۍ د حاجي شېر اکا د کلي اوسېدونکی دی چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې یې په کلي کې د سولر برېښنا پروژه پلې شوې ده.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، موږ د ولسي تړون له پروګرام څخه خوښ یو چې زموږ په کلي کې یې زموږ په غوښتنه د سولري برېښنا چارې پيل کړې دي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې ډېرې چارې ترسره شوې او تر راتلونکو څو ورځو به بشپړې شي.
خو نوموړی غوښتنه کوي چې د ولسي تړون په چوکاټ کې دې له دوی سره د اوبو، کلینيک او سړکونو په جوړولو کې هم مرسته وشي.
د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالقادر وايي، د ولسي تړون پروګرام له لارې د دوی د سیمې د اوبو لګولو سیستم رغول شوی دی.
هغه پژواک ته وویل، پخوا به یې اوبه د ټمبو یا خټو په وسیله تړلې خو اوس چې یې کانالونه او دروازې جوړې شوې، په ډېرې اسانۍ خپل باغونه او ځمکې خړوبوي.
د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکی عبدالرحیم بیا دې ته خوښ دی چې د ولسي تړون پروګرام له لارې یې په کلي کې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي.
نوموړی چې عمر یې شاوخوا اتلس کاله دی، وايي تر پنځم ټولګي یې زده کړې کړې خو دا چې ښوونځی ترې لرې و، په نیمايي کې ورڅخه پاتې شو خو اوس خوښ دي چې په کلي کې یې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي او دی به بېرته خپلې زده کړې پيل کړي.
د یادونې ده، ولسي تړون یو بین الوزارتي ملي پروګرام دی چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۱۲۳ ولسوالیو کې پلی کېږي.
د دغه پروګرام له مخې په کلیو کې خلکو ته د څښاک د اوبو، پوهنې، روغتیا، لارو جوړولو، د اوبو زېرمو، کانالونو، استنادي دېوالونو، پلونو، برېښنا برابرولو، له بېوزلو سره د مرستې په موخه د غذايي بانکونو جوړولو او نورو برخو کې خدمات وړاندې کېږي.
د غه راز په ښاري برخه کې په څلورو ښارونو (کندهار، هرات، مزار او ننګرهار) کې هم د دغه پروګرام له لارې یو شمېر خدمات ترسره کېږي چې د سړکونو او ویالو پراختیا، د پارکونو او تفریحي سیمو رغول، د فاضله موادو مدیریت، پر کورونو شمېره وهل، ښځو ته د معیشت پروژې او نور په کې شامل دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










