Language

امريکا د ايران سپاه پاسداران د ترهګرو په لېست کې شامل کړ

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٨): د امريکا حکومت د ايران د سپاه پاسداران ځانګړى ځواک د ترهګرو په تور لېست کې شامل کړى دى.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د دې پرېکړې د اعلان پر مهال وويل، غواړي پر ايران خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

له دې مخکې هم امريکا لسګونه تاسيسات او انفرادي کسان چې د ايران له سپاه پاسداران سره ‌يې اړیکې درلودې، په تور لېست کې شامل کړي وو.

ټرمپ ويلي، دا لومړى ځل دى چې امريکا د يو بل حکومت ځواک د ترهګرۍ سازمان په توګه اعلانوي.

هغه زیاته کړې: "دا بې‌ساری اقدام چې د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا شوی، د دې واقعیت څرګندونه کوي چې د ایران کړنې له نورو دولتونو څخه جلا دي، که تاسو له سپاه پاسداران سره په کار او سوداګرۍ بوخت ياست، تاسو ترهګر کېږئ. "

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پوپميو ويلي چې دا پرېکړه به په يوې اوونۍ کې عملي شي.

هغه ټولو بانکونو او سوداګرو ته خبرداری ورکړ چې له سپاه پاسداران سره معاملې ختمې کړي.

ايران د امريکا د دې پرېکړې غندنه کړې او په لوېديځه اسيا کې د امريکا ځواک يې ترهګره ډله اعلان کړې ده.

د يادونې ده، د ايران پر سپاه پاسداران ځواک نيوکې ځکه کېږي چې د افغانستان په ګډون په يمن او سوريه کې هم په پټه فعاليتونه کوي.

دغو ځواکونو تېره اوونۍ په ايران کې ٢٤ افغان کډوالو ته هم مرګ ژوبله اړولې وه.

login or register a new account.