منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جنرال لونګ: سوله مو لومړيتوب ده خو جګړې ته هم چمتو يو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۵ کتنې

ګردېز (پژواک، ٢٨ ورى ٩٨): په سوېل ختيځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو  قوماندان وايي چې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره به د تل په څېر خپلې هڅې جاري وساتي.

هغه وايي چې د خلکو له غوښتنې سره سم يې سوله لومړيتوب ده، خو د وسله والو طالبانو له خوا د جګړې د دوام په صورت کې يې د بريدونو مخنيوي او ځپلو ته چمتو دي.

د يادې قول اردو قوماندان تورنجنرال دادان لونګ د وري په ٢٨مه، د ۶۱۰ تنه سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وويل چې د وسله والو طالبانو له خوا د پسرلنيو عملياتو پيل وښوده چې ياده ډلې ته لا هم سوله لومړيتوب نه لري.

لونګ زياتوي، د دولت لومړيتوب سوله ده، خو که وسله طالبان سولې ته حاضر نه شي، نو په ټول ځواک به وځپل شي.

نوموړي سرتېرو ته په خطاب کې وويل:((زموږ او تاسې جګړه د سولې او ثبات د تامين لپاره ده، چې زموږ وطن ارام او اباد شي. سوله راتلونکې ده، خو دا سوله ستاسو او ټولو زړورو سرتېرو، بريدملانو او منصب دارانو د قربانيو نتيجه ده.))

تورنجنرال دادان لونګ زياتوي، د هوا له ګرمېدو سره د وسله والو طالبانو تحرکات زيات شوي، چې په خبره يې د جګړې په ډګر کې ور سره بهرني جنګيالي هم ملتيا کوي.

د نوموړي په وينا، خلک له جګړې  ډېر ستړي شوي او د امنيت او ثبات لپاره يې له امنيتی ارګانونو سره همکاري بې ساري زياته شوې ده.

دی وايي:((د افغانستان دښمنانو وښوده چې د وطن او خلکو پر ضد او د خپل وطن د ړنګولو او د افغانانو د شهيدولو په خاطر يې د الفتح په نوم عمليات اعلان کړل، خو د دوی دا عمليات له ناکامۍ سره مخ شوي او له ناکامۍ سره به مخ شي، دوی په تېرو څو ورځو کې تحرکات درلودل، خو په هغه اندازه نه، چې د دوی اهداف تر لاسه کړي. د دوی ټول اهداف له ناکامۍ سره  مخ شوي دي.))

فارغ شوي سرتېري وايي ښه نظامي زده کړه ورکړل شوې او کولی شي د هېواد په هره سيمه کې دنده ترسره کړي.

د دوی له ډلې همت خان وويل چې له ملي پوځ سره د خلکو مينې او سولې ته لېوالتيا دا انګېزه ورکړه چې د وسله وال پوځ په ليکو کې شامل شي.

دی وايي:((موږ ښه روزل شوي او چمتو يو چې په هره سيمه کې دنده تر سره کړو. له ملي اردو سره مې مينه وه او له دوی سره مې چې د خلکو مينه وليده، نو دا نيت مې وکړ چې زه هم پوځي شم.))

يو بل سرتېری عرب خان وايي چې د شاوخوا درې مياشتو په موده کې بېلابېلې نظامي زده کړې ورکړل شوې او په مسلکي چلند به خپله نظامي دنده تر سره کوي.

هغه زياته کړه :((ډېره ښه او پرمختللې زده کړه راکړل شوه، انشاالله موږ به هيچا ته اجازه ورنه کړو چې زموږ په هېواد کې مداخله وکړي او امن ګډوډ کړي.))

خو وسله وال طالبان دا ادعا ردوي چې په جګړه کې دې ور سره بهرني جنګيالي مله وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه