کابل (پژواک، ۴ غويي ۹۸): تېر کال د ۱۱۴ ميليونه ډالرو په لګښت د څه باندې زرو پروژو بشپړېدل د کليو پراختيا وزارت او بلخوا بیا د ۱۳۷ ټانکره بې کيفيته تېلو قرنطين د نفت او ګاز ادارې له لاسته راوړنو دي.
دغه راز په تېر کال کې ٣٦٨ د درملو اړوندو بنسټونو ته د جواز ورکول د درملو چارو د تنظيم ادارې له لاسته راوړنو دي. د کانونو او پټروليم وزارت وايي چې تېر کال يې ۷.۲ ميليارده افغانۍ عايد ترلاسه کړى دى.
دغو ادارو نن ملت ته د حکومت د حساب ورکونې پروګرام په لړ کې د تېر کال کړنې له رسنيو سره شريکې کړې.
د کليو د بيارغونې او پراختیا وزیر:
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير، مجيب الرحمن کريمي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې تېر کال د بېوزلۍ کچې د کمولو په برخه کې د هېواد په کچه د نږدې ۱۱۴ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت څه باندې زر پروژې بشپړې شوې دي.
د ده په وينا، د تېر کال په يادو پروژو کې د څه باندې ٢٦٠٠ ښوونځيو ډيزاين او سروې، د شاوخوا ۶۰۰ کوچنيو پروژو پلي کول، د دېرشو کوچنيو بندونو جوړول، د ۵۴ زره متره کارېزونو بيا رغول، د نږدې ۶۰۰ کيلومتره سړکونو، ۱۲۷۱ پلونو او پلچکونو جوړول او د اوبو رسولو له یادو پروژو ۸۳۰زره کسانو ګټه اخیستې ده او د دغه وزارت د تېر کال له لاسته راوړنو دي.
دی وايي، د کوچيانو د اقتصادي وضعيت د ښه والي په موخه هغوى ته د زرو شوراګانو جوړول، د څه باندې ۴۸ زره متره کارېزونو بيا رغول، د نږدې ۲۹زره متر ه کانالونو او د اولو لګولو د کوچنيو بندونو او د شاوخوا ۴۰زره متره استنادي دېوالونو جوړول د دغه وزارت د روان کال په پلان کې شامل دي.
د هغه په وينا، دغه وزارت به په روان کال مې پر بېلابېلو پروژو څه باندې ١٨ ميليارده افغانۍ ولګوي او له دغو پروژو په ۹.۴ ميليونه کسان ګټه واخلي.
د کانونو او پټروليم وزارت
د دغه وزارت سرپرستې وزير نرګس نهان وويل، دغه وزارت تېر کال د استخراجي زېرمو ایستو لپاره د لارې نقشه جوړه کړې، د ۱۴ لويو او کوچنيو کانونو د تړونونو ستونزې يې حل کړې او د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره يې تګلارې جوړې کړې دي.
هغې د يادو تړونونو د ستونزو په اړه زياته کړه: "تېر کال د بلخاب د مسو کان، د بدخشان د سرو زرو، د زرکشان د سرو زرو او مسو او د شيدا د مسو د سترو کانونو د راايستو ستونزې حل شوې او د يادو کانونو تر څنګ د افغان تاجک د ګازو ايستو چارې روانې دي او له امله يې تېر کال ۷.۲ ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي."
د هغې په خبره، دغه وزارت روان کال په پام کې لري چې د کانونو د را ايستو په موخه ۴۳ حقيقي او حکمي کسانو ته جوازونه ورکړي، ۱۴۷ کوچني او متوسط کانونه دواطلبۍ ته وړاندې او د هېواد په کچه ۱۵ هغه سيمې چې کاني زېرمې لري، سروې کړي.
د افغانستان د نفت او ګاز ملې اداره
د يادې ادارې مشر ډاکتر وليد تميم وويل چې تېر کال ۱۳۷ ټانکره بې کيفيته تېل قرنطين شوي او دا مهال د نيمروز په ولايت کې تر زرو ټانکرو ډېر تيل چې کېدای شي بې کيفيته وي ولاړ دي.
د ده په وينا، په کابل ښار کې د اوبلن ګاز د پلورو د ۳۰ غرفو فعال ساتل، ۱۷ دولتي ادارو ته د سون توکي برابرول، د هرات تورغونډۍ، د فارياب په اقينې، د پروان په پل مټک او بدخشان کې د ۶۵۰۰ ټنه ګاز لپاره زېرمو جوړول د دې ادارې د تېر کال له لاسته راوړنو دي.
دی وايي، د غه اداره په روان کال کې پلان لري چې د نفت او ګازو تصدي په ملي شرکت بدله کړي، د هايدروکاربن د قانون او يو شمېر نورو مقررې جوړې کړي.
د روغتيايي محصولاتو او درملو د تنظيم ملي اداره
د دې ادارې مشر ډاکتر غلام سعيد راشد وويل، يادې ادارې تېر کال په هېواد کې له نږدې ۱۷۰۰ درملتونونو ۲۸۳ یې د درملو له عمده پلورنځيو، ۳۲۵ وارداتي شرکتونو او ۲۵ توليدي کارخونو له کړنو څارنه کړې ده.
هغه زياتوي چې تېر کال د هېواد په کچه خصوصي سکټور د درملو د توليد اته فابريکې جوړې کړې دي راشد وايي چې دې ادارې تېر کال د درملو ١٠٩ عمده پلورنځيو، د درملو ۱۲۷ وارداتي شرکتونو، ۶۷ درملتونونو، د وارداتي شرکتونو ۶۵ استازوليو ته د فعاليت جوازونو ورکړي او د درې زره درملتونونو جوازونه يې نوي کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










