پل علم (پژواک، ١٠ غويی ٩٨): د لوګر د څرخ ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ يو شمېر بهرني وسله وال مېشت شوي او د نوو جګړو او بريدونو لپاره پلانونه طرحه کوي.
دغه څرګندونې د څرخ ولسوال خليل الله کمال د غويي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
کمال وايي چې دا مهال د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې له وسله والو طالبانو سره دي چې مرکزونه يې هم په کې جوړ کړي دي.
هغه زياته کړه: ((په دې وروستيو کې يو شمېر عرب، چيچيني، ازبک او پاکستاني وسله وال هم د طالبانو په ليکو کې ليدل شوي او د نوو جګړو او عملياتو لپاره پلانونه طرحه کوي.))
ولسوال په اندېښنې سره وايي که چېرې امنيتي مسوولين په دې ولسوالۍ اوږدومهاله چاڼيز عمليات ترسره نه کړي، وضعيت به ډېر خراب شي چې بيا به يې کنټرول ستونزمن وي.
دى وايي: ((امنيتي مسوولين بايد غفلت ونه کړي که دلته يو ځل وضعيت خراب شو، نو د ډېرو خلکو د سر په بيه به تمام شي چې بيا به يې مسووليت د امنيتي چارواکو پر غاړه وي.))
د کمال د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو کې د يوې ورځې لپاره افغان ځواکونو عمليات وکړل او له هغه وروسته نور څه نه دي ليدل شوي.
دغه راز د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمې قومي مشر سيد بلال اغا پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر کورني او بهرني وسله وال فعاليت کوي خو حکومت يې له کنټرول څخه عاجز دى.
ده زياته کړه: ((ټول خلک په وېره کې دي، سږ کال به دلته سخت وضعيت خراب شي، که چېرې پام ورته ونه شي نو دا به د څرخ لپاره ډېر خونړى کال وي.))
خو بل لور ته د يادو څرګندونو په اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې په څرخ ولسوالۍ کې امنيتي حالات کنټرول دي.
ده زياته کړه: ((امنيتي ځواکونه هلته موجود دي، طالبان نه شي کولاى بريد وکړي، نو خلک دې ډاډه اوسي.))
په ورته وخت کې د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي هم پژواک ته وويل چې سږ کال د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره منظم پلان جوړ شوى دى.
login or register a new account.