پلخمري (پژواک ١٥ غويى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي، د بغلان پر امنيه قومندانۍ بريد پاى ته رسېدلى چې په کې ١٣ پوليس او ٨ وسله وال وژل شوي، ٣٥ پوليس او ٢٠ ملکي ګړي ټپيان شوي دي.
د دې وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې نن غرمه د 12 بجو په شاوخوا کې د وسله والو یوې ډلې چې په جګړه ییزو توکو او ځانمرګو واسکټونو سمبال وو، د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ یې برید وکړ.
د هغه په وينا، په لومړي سر کې، هغوى یو موټر بم ته د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته څېرمه چاودنه ورکړه او ورپسې د قومندانۍ انګړ ته دننه شول.
ده زياته کړې، په دې پېښه کې ١٣ ملي پوليس وژل شوي، ٣٥ پوليس او ٢٠ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
رحيمي وايي، دغه بريد د ٨ بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد.
په بغلان کې د درېمې عامه نظم لوا قومندان ډګروال غلام عباس توکلي هم پژواک خبري اژانس ته وويل جې پر امنيه قومندانۍ ډله ييز بريد د اتو بريدګرو په وژنې پاى ته ورسېد.
د ده په وينا، بريد د هاموې ټانک په واسطه شوى و چې پخوا د طالبانو لاس ته ورغلى و.
ولسمشر اشرف غني ياد بريد په کلکو ټکو غندلى او ويلي چې امنيتي ځواکونه به د هغو کسانو په وړاندې چې زموږ بې ګناه خلک وژني او ټولګټو تاسيساتو ته زيان رسوي، په ټول قوت سره به وجنګېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن