پل علم (پژواک، ١٥ غويی ٩٨): د لوګر د ولايتي شورا رييس وايي چې په مرکز پل علم کې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د مرکز پل علم په پادخاب سيمه کې عملیات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
ستانکزى زياتوي: ((دغه عمليات يې له سيمه ييز ادارې سره له همغږى پرته ترسره کړي نو ځکه ملکي خلک په کې وژل شوي دي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ياده سيمه اوس هم د بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده ده او مړي يې هم خلکو ته تر اوسه نه دي سپارلي.
دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي هم پژواک ته وويل چې تېره شپه په پادخاب سيمه کې عمليات شوي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو يو شمېر کسان وژل شوي خو تر اوسه معلومه نه ده چې وژل شوي کسان څوک دي.
د احمدزي په وينا، د پېښې د څېړنې په موخه پلاوى سيمې ته استول شوى چې معلومات به يې وروسته له رسنيو سره شريک کړاى شي.
بهرنيو ځواکونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.