منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لښکرګاه کې د يوه لوى تالار د جوړېدو چارې پيل شوې

پژواک خبري اژانس
· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ١٨ غويى ٩٨): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د څه باندې پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى تالار د جوړېدو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې دغه تالار په څه باندې دوه زره متره مربع ځمکه کې د درېيو مياشتو په موده کې جوړېږي.

د ده په وينا، پر دغه تالار به پنځوس اعشاريه دوه ميليونه افغانۍ ولګول شي چې په يوه وخت کې به د څه باندې دوه زره کسانو د ناستې وړتيا ولري.

دى زياتوي: ((موږ داسې يو تالار ته ډېر ضرورت درلوده، نو ولسمشر په دغه برخه کې موږ ته ځانګړې پاملرنه وکړه.))

د والي په خبره، د دغه ولايت لپاره ځينې نورې پروژې هم منظورې شوي چې ډېر ژر به يې د جوړېدو چارې پيل شي.

هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

دغه راز د لښکرګاه ښار اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې دغه تالار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې جوړېږي.

دى وايي: ((موږ دغسې يو تالار ته سخت ضرورت درلوده، ښه شو چې کار يې پيل شو، خو هيله مند يم چې کار يې په ښه کيفيت ترسره شي.))  

د يادونې ده چې دا مهال په هلمند کې د دوو روغتونونو او يو لوى جامع جومات د جوړېدو چارې روانې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه