کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۹۸): يو شمېر هېوادوال د دې ترڅنګ چې د برېښنايي تذکرو د نه چلښت خبره کوي، وېش یې د حکومت له خوا یو ناکام او نمایشي پروګرام بولي او وايي، تر اوسه یې د کاغذي تذکرو ځای نه دی نیولی.
دوی وايي، که څه هم یو کال مخکې یې برېښنايي تذکرې اخیستېؤ خو په ټولو دولتي ادارو کې د هویت د یوه استفادې وړ سند په توګه نه منل کېږي.
د برېښنايي پېژندپاڼو د نه چلند څخه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هېواد د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د دغه بهیر له پیل راهیسې شاوخوا ۱۴۰ زرو کسانو ته یادې پېژندپاڼې وېشلې دي.
د کابل ښار اوسېدونکي حاجي بشیر چې شاوخوا اته میاشتې مخکې یې برېښنايي تذکره اخیستې، تېره اونۍ د موټر چلونې د سند د تازه کولو لپاره د ترافیکو عمومي مدیریت ته تللی، د ترافیکو مدیریت د بایومتریک دفتر ترې د کاغذي تذکرې کاپي غوښتې او ورته ویلي یې دي، تر اوسه د برېښنايي تذکرو په اړه دې ادارې ته معلومات نه دي رارسېدلي.
نوموړي روښانه کړه، مجبور شو چې د موټر چلونې د سند د تازه کولو لپاره دویم ځلي د ترافیکو په مدیریت کې ځان بایومتریک کړي او د اندېښنې په څرګندولو یې زیاته یې کړه، اته میاشتې مخکې یې د برېښنايي تذکرو د اخیستو لپاره له یوې اونۍ زیات وخت ضایع کړ او د یوه معتبر سند په توګه یې یاده تذکره ترلاسه کړه، خو د موټر چلونې د سند د اخیستو پر مهال یې ترې لازمه استفاده نه ده کړې.
د احمد صهیب حسرت په نوم د کابل ښار اوسېدونکي چې برېښنايي تذکره یې اخیستې، د اندېښې په څرندولو پژواک ته وویل: ((شپږ میاشتې کېږي چې برېښنايي تذکره مې اخیستې، خو لا هم په ځينو دولتي ادارو کې د منلو وړ نه ده.))
نوموړي د برېښنايي تذکرو د اخیستو د بهیر له اوږدوالي څخه شکایت وکړ او زیاته یې کړه: ((زه د اوږدو مراحلو په بشپړولو چې کله به یې ناحیې او کله به کې د سیمې وکیل ته لېږلم، له دوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته د برېښنایي تذکرې په اخیستو بریالی شوم.))
هغه زیاته کړه، د غوښتونکي کس د معلوماتو د رسولو لپاره د پاڼو سپارلو پر مهال هېڅ ډول لارښوونه نه کېږي او دغه کار د یاد بهیر د اوږدېدو لامل شوی دی.
د عبدالباسط کړوخېل په نوم د کابل ښار بل اوسېدونکی چې شاوخوا ۸ میاشتې مخکې یې د کورنۍ له نورو غړو سره یو ځای برېښنايي پېژندپاڼې اخیستې، د یادو تذکرو له نه چلند څخه شکایت کوي.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې د تذکرو د اخیستو پر مهال له زیاتو ستونزو سره مخ شو، خو د کاغذي تذکرو د ځای د نه نیولو له امله اندېښمن دی.
هغه وویل: ((دا څو ورځې مخکې مې په نیا حمله راغله او کله مو چې غوښتل پاسپورټ ورته واخلو، هغه مو په امبولانس موټر کې د پاسپورټ ریاست ته یوړه، مسوولانو په داسې حال کې چې نوموړې لیدله چې په لاره د تلو توان نه لري، وویل، له دې امله کوم کار نه شي کولای چې د یاد کس معلومات له دوی سره نه دي شریک شوي.))
هغه روښانه کړه، د برښنايي تذکرې لرل یوه اسانتیا او د خلکو اړتیا ده، خو په کله چې په اړین وخت د استفادې وړ نه وي، لازمه نه ده چې دا ډول تذکره تر لاسه شي.
په ورته وخت کې د پاسپور ریاست مرستیال احمد روئیت حسیني وویل، برېښنايي تذکرې په دې اداره چې د باور وړ دي او هغه کسان چې برېښنايي تذکرې لري، د هغو هېوادوالو په خلاف چې تذکرې یې کاغذي دي، اړتیا نه لري چې د تذکرو د تایید لپاره د نفوسو د احوال د ثبت ادارې ته لاړ شي.
هغه زیاته کړه، د هغو کسانو معلومات چې برېښنايي تذکرې لري، تر اوسه له دې ادارې سره نه دي شریک شوي او کار پرې روان دی.
دغه راز د کابل د ترافیکو رییس محمد داوود چکري هم وویل چې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې له دوی سره د برېښنايي پېژندپاڼو بشپړ معلومات نه دي شریک کړي او له همدې امله د خلکو دویم ځلي بایومتریک ترسره کېږي.
د ده په خبره، برېښنايي تذکرو دا اساني رامنځته کړې چې لرونکي کسان یې د تاییدۍ لپاره نورو ادارو ته نه لېږل کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت ویاند سایر ځلاند وویل، د برېښنايي تذکرو چارې په مخابراتو وزارت پورې اړه لري، خو د برېښنايي تذکرو د معلوماتو شریکول د نفوسو د احوال د ثبت ادارې واک دی.
نوموړي په ډاګه کړه چې د معلوماتو تر شریکولو مخکې اړوند ادارې د نفوسو د احوال د ثبت له ادارې سره هوکړه لیک لاسلیکوي او د هغه پر اساس له دوی سره معلومات شریکېږي.
په ورته وخت کې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې چارواکو د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر اوږد وباله او وايي، دغه پروګرام د پنځو کلونو لپاره طرحه شوی دی او تر څو چې ټول هېوادوال برېښنايي تذکرې ترلاسه نه کړي، معلومات یې له هېڅ ادارې سره نه شریکوي، ځکه معلومات د یوه میکانیزم پر اساس د ادارو په واک کې ورکول کېږي.
د نفوسو د احوال د ثبت اداري ویاند روح الله احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه دغه بهیر یواځې په کابل کې عملي شوی او ډېر ژر به په هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې هم پیل شي.
نوموړي زیاته کړه: ((هر افغان غواړي چې د هویت هغه معتبر سند ولري چې نړیوال او سیمه ییز اعتبار لري.))
هغه زیاته کړه: ((د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۱۴۰ زره کسانو دغه تذکرې ترلاسه کړې دي.))
احمدزی زیاته کړه: ((تر څو چې د برېښنايي تذکرو سیستم او معلومات له نورو ادارو او بنسټونو سره شریک نه شي، په ادارو کې به د هېوادوالو د هویت د ثابېتوالي او پېژندو ستونزه موجوده وي او بلخوا تر څو چې د ټولو تذکرو د وېش بهیر بشپړ نه شي، له نورو ادارو سره د سیستم شریکول ناممکن دي.))
هغه روښانه کړه، له نورو ادارو سره د سیستم په شریکولو به د رایې ورکونې او ټاکنو په بهیر، په امنیتي برخه کې د مجرمانو د پېژندلو او په مختلفو ادارو کې د کسانو د جذب په برخو کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
په ورته وخت کې د حقوقي چارو شنونکي محمد کبیر رنجبر د برېښنايي تذکرې لرل د هېوادوالو لپاره یو مهم امر وباله او ویې ویل، که د هېوادوالو په اړه بشپړ معلومات موجود نه وي، د ټولنې په تناسب د پراختيايي پروژو تطبیق ناممکن دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، برېښنايي تذکرې د هېواد د نفوس د کره شمېرو او ودې د معلومولو په برخه کې اساسي رول لري او دغه پېژندپاڼې کولای شي د ټاکنو په بهیر کې ډېرې ګټورې واقع شي.
نوموړي په دې اړه په اندېښنې څرګندولو سره چې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر تر اوسه په سستۍ روان دی، زیاته کړه، حکومت باید په هر ډول دغه بهیر چټک او معلومات یې له نورو ادارو سره شریک کړي، څو خلک د هغه له امتیازونو مستفيد او اندېښنې یې له منځه لاړې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










