منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل سيند د مديريت پروژې دويم پړاو پيلېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل(پژواک، ٣٠ غويى ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني اړوندو ادارو ته امر کړی چې د کابل سيند د مديريت پروژې دويم پړاو کار دې ژر پيل کړي او د دغه سیند په سرچینو کې دې د بندونو جوړول په پام کې ونیسي

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چي د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل سیند د مدیریت پروژې د کار د تعقیب غونډه نن سهار په ارګ کې جوړه شوه.

سرچینه زياتوي، په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ، ترانسپورټ او ښار جوړولو  وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د کابل ولایت چارواکو د يادې پروژې په اړه د خپلو کړنو راپور ولسمشر غني ته وړاندې کړ.

یادو چارواکو ويلي چې  د کابل  سیند هایدرولوژي او توپوګرافي کار او د دغه سیند په مسیر کې د ۱۶ پلونو ډیزاین بشپړ شوی  دى.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر په دې ناسته کې ويلي چې د اړوندو ادارو ترمنځ د کابل سیند د مدیریت پروژې د پلي کېدو په برخه کې لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده.

غني د کابل سیند د مدیریت په خاطر د هغه د حریم تعیين، تثبیت، تصفیه او د هغه د ساحې ډیزاین ارزښتناک بللي، ويلي يې دي چې  د دې پروژې راتلونکو پړاوونو کې د پلانونو وضاحت ته اړتیا ده.

ده ويلي چې چارواکي دې د کابل سیند د احیا او بیارغونې پلان له بشپړېدو وروسته د خبري ناستې له لارې له خلکو سره شریک کړي.

دغه راز د خبرپاڼه له مخې، د کابل سیند پروژې په مدیریت کې د دخیلو بنسټونو له چارواکو غوښتي چې د کابل سیند په سرچینو کې دې د بندونو جوړول په پام کې ونیسي.

هغه ويلي: "هر ارګان لپاره دې بودجه واضح شي او د پروژې دویم پړاو دې عاجل پیل شي."

غني د دې پروژې د ښې همغږۍ او مدیریت په خاطر د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د کابل سیند د مدیریت پروژې عمومي مدیریت پر غاړه واخلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه