مزارشريف (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۸): د بلخ پوليس وايي چې د دغه ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې يې د يو سوداګر زوى د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د غبرګولي په ۴مه يوه خبري کنفرانس کې وويل چې تښتول شوی کس عزيزالله نومېږي، ۱۷ کاله عمر لري او د فارياب ولايت اصلي اوسېدونکی دی.
عادل زياتوي، دغه کس د مزارشريف ښار په يوه تجارتي مارکېټ کې کار کاوه چې د شپږږ کسانو له خوا دوه ورځې وړاندې تښتول شوی و.
د پوليسو وياند زياته کړه چې تښتوونکو د عزيزالله د خوشي کېدو په بدل کې د هغه له کورنۍ د دوه ميليونه افغانيو د ورکړې غوښتنه کړې وه.
عادل وايي، تښتوونکو دغه کس د نهرشاهي ولسوالۍ په يوه کور کې ساته چې د پوليسو د کشفي معلوماتو پر بنسټ وموندل شو او د قضيې په تړاو يو تورن کس نيول شوی او د پنځو نورو د نيولو هڅې روانې دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند دا هم وويل چې پوليسو په مزارشريف ښار کې د حرفوي مجرمينو، غلو او نا مسووله وسله والو پر ضد جدي عمليات پيل کړي دي.
د هغه په خبره، په تېرو دوو مياشتو کې مشهور جنايتکاران يا نيول شوي او يا هم د پوليسو له خوا وژل شوي دي.
د تښتول شوي کس پلار عبدالرحمان پژواک ته وويل، له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او نه يې هم اختطاف کوونکي له دې وړاندې پېژندل.
هغه زياتوي چې د څارويو د تجارت کاروبار کوي او زوی يې هم په همدې کار کې ورسره مرستندوی دی.
د عبدالرحمان په خبره، د زوی په تښتولو کې يې شپږ کسان ښکېل دي چې دمګړی يې د پوليسو له خوا يو تن نيول شوی دی.
نوموړي له پوليسو غوښتنه وکړه چې نور اختطاف کوونکي هم ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند واي، چې دا په ۱۳۹۸ کال کې د اختطاف لومړنۍ قضيه ده، چې په بلخ کې رامنځته شوې ده.
هغه له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د جنايتکارانو په پيدا کېدو کې له پوليسو سره مرسته وکړي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې په بغلان کې د يوه صراف د وژل کېدو په تور پنځه تنه نيول شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې تېره مازديګر په ده صلاح ولسوالۍ کې د عبدالحي په نوم يو صراف پر ډزو وژل شوى و.
دى وايي چې پوليسو د ياد صراف د وژل کېدو په تور پنځه کسان نيولي چې يوه يې پر خپل جرم اعتراف کړى او له نورو يې څېړنې روانې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










