جلال اباد (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٨) : د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د ۱۵ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې .
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژو کې د دویم درجه سړکونو، ویالو او استنادي دېوالونو رغولو ترڅنګ د مېرمنو لپاره د حرفوي زده کړو په برخه کې د روزنې پروژې چارې پیل شوې، چې ۶ میاشتو کې به بشپړې شي.
هغه زياته کړه، يادې پروژې دوه برخې لري چې لومړۍ برخه يې د دولس میلیونه او شپېته زره افغانیو په ارزښت د ۱۵۶۰ متره په اوږدوالي سړکونو، د ۱۰۰۰ متره په اوږدوالي خامو ویالو او ۵۶۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوالونو په رغولو او دویمه برخه يې د یو میلیون او درې سوه څلویښت زره افغانیو په ارزښت د نوموړي ګذر د (۱۵) تنه ښځینه روزونکو له لارې (۱۵۰) تنه نورو مېرمنو ته د لاسي صنایعو د زده کړې په برخه کې مصرفیږي.
د نوموړي په وينا، د دې پروژو د پلې کېدو په ترڅ کې به ۱۲ سوه کورنۍ په مستقیمه او د یاد ګذر څه د پاسه پنځه زره تنه نور اوسېدونکي په غیر مستقیمه توګه ګټه واخلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










