پارون (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۸): د نورستان چارواکي وايي چې د دغه ولايت مرکز کې به د روان کال په اوږدو کې د ۱۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت رغنيزې پروژې پلې کړي.
دوی وايي، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د نورستان مرکز پارون ته د سيلانيانو د ورتګ پر مهال هغوی ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.
چارواکي وايي، د پروژو د تطبيق لپاره لومړني کارونه پيل شوي او ډېر ژر به يې عملي کارونه هم پيل شي.
د نورستان د والي وياند محمد سعيد مومند د غبرګولي په ۷مه پژواک اژانس ته وويل، د ولسمشرۍ ماڼۍ له واحدې عملياتي ادارې راغلي پلاوي د نورستان له والي سره د ليدنې پر مهال ډاډ ورکړی چې په دغه ولايت کې به روان کال د ۱۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شي.
هغه زياته کړه، د پلاوي مشر د نورستان والي ته ډاډ ورکړ چې په مرکز پارون کې به د ښاري ښکلا او سيلانيانو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه پنځه رغنيزې پروژې پلې شي.
د والي وياند وايي، په دې پروژو کې د ۴۵۰ کسانو د ځایېدو لپاره دوه تم ځایونه، یو لوی جامع جومات چې په یو وخت به په کې ۲۰۰۰ لمونځ کوونکي ځايېږي، یو اجتماعي مرکز چې د ۱۰۰۰ تنو د ځایېدو وړتیا به لري او بل هم جمنازیم دی چې ۱۰۰۰ کسه به په کې ځایېږي او په ټولو به ۱۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.
د سعيد مومند د معلوماتو له مخې، د پروژې بودجه منظور شوې او ولايت ته انتقال شوې ده او د جوړېدو لپاره يې د ځايونو مشخصولو چارې هم روانې دي.
په همدې حال کې د نورستان ولايتي شورا رييس سعدالله پاينده زوی پژواک ته وويل چې نورستان د سياحت لپاره مناسب چاپېريال لري خو دغلته د اسانتياوو نه موجوديت له امله سيلانيان د راتګ زړه نه ښه کوي.
دی وايي، که يادې پروژې عملي او اسانتياوې برابرې شي؛ نو نورستان کې به سيلانيانو ته د ورتګ زمينه برابره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










