کندهار (پژواک،۱۵ غبرګولی ۹۸): د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته په دې وروستیو کې د سوېلي ولایتونو تر څنګ د یو شمېر نورو ولایتونو ناروغان هم مراجعه کوي، له همدې امله د هېواد په کچه له تر ټولو پر بوخت روغتون بدل شوی دی.
د کندهار میرویس روغتون چې د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي، په دې وروستیو کې ورته د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل تر څنګ د غزني، دایکنډي، فراه، نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو ناروغان هم ور وړل کېږي.
دغه حالت د دې لامل شوی چې د دغه روغتون ډاکتران او روغتیا پالان په سمه توګه ناروغانو ته رسېدنه ونه کړي او د هغوی شکایت پورته شي.
خلک شکایت کوي چې په دې وروستیو کې په دغه روغتون کې له ناروغانو سره سم چلند نه کېږي، درمل نه ورکول کېږي او په نسايي او ولادي وارډ کې مېرمنو ته د زېږون پر مهال د قابلو او نرسانو له خوا سپکې سپورې ویل کېږي.
۴۵ کلن مولاداد د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې ورور یې د معدې ناروغي لروي او د درملنې لپاره یې دغه روغتون ته راوړی دی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه اوونۍ وشوه چې خپل ناروغ ورور یې دغه روغتون ته راوستلی او عملیاتو ته اړتیا لري، خو نوبت نه ورته رسېږي.
ده ادعا وکړه، دلته ټول کارونه په شناخت او واسطه کېږي، که شناخت او واسطه ونه لرې، نو په ورځو ورځو به انتظار باسې او د ناروغ درملنه به دې نه کېږي.
دغه روغتون ته زر بي بي په نوم یوه مېرمن له غزني ولایت څخه راغلې ده او وايي چې په خپل ولایت کې یې درملنه ونه شوه نو د کندهار میرویس روغتون ته راغله.
خو دا د نارینه ډاکترانو له چلند څخه راضي ده خو د ښځینه نرسانو او قابلو له ستوغ چلند څخه یې شکایت وکړ.
دا وايي، قابلې او نرسانې د درملنې پر مهال له ناروغانو سره ناوړه چلند کوي، د ناروغانو سپکاوی کوي او د هغوی په درملنه کې ناغېړي کوي.
عبدالقدوس د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او خپل پنځه کلن زوی یې د وینې اخیستو لپاره میرویس روغتون ته راوړی دی.
دی وايي، هر وخت دغه روغتون ته راځي، زوی یې د وینې د کمښت ناروغي لري، څو ځلې یې وینه ورکړې ده خو اوس ډاکترانو ورته ویلي چې وینه نشته او له بله ځایه یې را پیدا کړه.
خو ګڼ شمېر ناروغان بیا داسې هم شته چې د دغه روغتون له خدماتو تر یوه بریده خوښ دي او په دې زون کې د دغسې یوه روغتون شتون غنیمت ګڼي.
د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی عزت الله پژواک اژانس ته وویل، میرویس روغتون د سوېلي زون په کچه یوازینی روغتون دی چې د ډېرو داسې ناروغیو وړیا درملنه او عملیات په کې کېږي چې په نورو روغتونونو کې نه کېږي.
دی زیاتوي، د دغه روغتون خدماتو تر ډېره بریده بهر ته د درملنې لپاره د تلونکو ناروغانو مخه هم نیولې ده.
خو د ده په خبره، دا چې پر دغه روغتون د ناروغانو ګڼه ګوڼه بیخي زیاته ده، نو طبعاً ډاکټران او روغتیا پالان نه شي ور پسې رسېدای چې درملنه یا عملیات به یې یو څه وخت اخلي.
د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا همدا خبره کوي او وايي، میرویس روغتون د هېواد په کچه یو تر ټولو بوخت او مصروف روغتون دی.
هغه پژواک اژانس ته وویل، میرویس حوزوي روغتون چې د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي په خپل تشکیل کې ۳۵۰ بستره لري خو اوس د سوېلي ولایتونو تر څنګ ورته د غزني، دایکندي، فراه، نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو هم ناروغان راوړل کېږي او ډېر مهال یې یوازې د بستري ناروغانو شمېر تر ۶۰۰ اوړي.
ده زیاته کړه، د دې تر څنګ هره ورځ دغه روغتون بېړني ناروغان، د ترافیکي پېښو او جګړو ټپیان هم د درملنې لپاره راوړل کېږي چې د روغتیايي کارکوونکو بوختیا یې ډېره کړې ده.
ده وویل: ((د میرویس روغتون نوکریوال ډاکټران هره شپه تر ۵۰ ډېر جراحي عملیات کوي چې دا ډېره لوړه شمېره ده، دغه راز هره شپه د نوکریوالو ښځینه ډاکټرانو او قابلو له خوا په نسايي ولادي وارډ کې له ۱۵۰ ډېر ولادتونه کېږي چې دا هم ډېر سخت او مشکل کار دی.))
د ده په خبره، دا هغه څه دي چې بستر ناروغانو ته د خدماتو په رسولو کې یو څه ځنډ راولي خو دا معنا نه لري چې ګواکې ډاکټران او روغتیا پالان ناروغانو ته پاملرنه نه کوي.
پخلا د یوې بلې ستونزې یادونه هم وکړه چې هر ناروغ له ځان سره له ۲ تر ۴ پایوازان هم راولي چې په روغتون کې د بې نظمۍ لامل کېږي، په دغسې حالت کې که یوه ډاکټر، نرس یا قابلې پایوازانو ته څه ویلي وي، له هغې ډنډوره جوړېږي.
خو ده یادونه وکړه چې د عامې روغتیا ریاست هڅه کوي، روغتیايي خدمات ډېر او لا معیاري کړي څو ټولو ته یو شان اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې ده، د کندهار په میرویس روغتون کې د ناروغانو د ګڼې ګوڼې او د دغه روغتون د تشکیل او بسترونو د کمښت شکایتونه له ډېرو کلونو راهیسې کېږي چې د هواري لپاره یې په دې وروستیو کې بل ۳۵۰ بستریز روغتون جوړ شوی دی.
خو دغه ۳۵۰ بستریز روغتون تازه یوازې د ۵۰ بسترونو په لرلو فعالیت پیل کړی په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې روغتیايي خدماتو ته ډېره اړتیا ده.
دغه روغتون د کندهار ښار په عینو مېنه کې پر ۱۷۳ جریبه ځمکه د عامې روغتیا وزارت د ۵۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د دغه روغتون له جوړېدو یو کال تېرېږي خو اېله اوس یې یوازې د ۵۰ بسترونو په لرلو فعالیت پيل کړی دی.
د دغه روغتون مشر ډاکتر محمد هاشم الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل، سمدستي یې د روغتون له ۳۵۰ بسترونو ۵۰ فعال کړي او د عمومي جراحي، نسايي ولادي او جدي مراقبت په څانګو کې یې ناروغانو ته د درملنې او خدماتو چارې پيل کړي دي.
هغه زیاته کړه، په یاد روغتون کې به د سوېلي زون په کچه ناروغان درملل کېږی.
د ده په خبره، د روغتون جوړولو چارې یو کال وړاندې بشپړې شوې او له تېرې څه مودې راهیسې یې پر اکمال او تجهیز کار روان دی.
دی وايي، له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي څو دغه روغتون پرمختللي روغتیايي سامان الات او مسلکي روغتیايي پرسونل ولري.
خو ده یادونه وکړه چې د ځینو مالي ستونزو له امله به د روغتون یوازې ۵۰ بستره فعال وي خو په راتلونکو درېیو کلونو کې به یې ۳۰۰ نور بسترونه هم فعال شي.
دی وايي، هڅه کوي دغه روغتون غوره خدمات وړاندې کړي او دلته به هغه روغتیايي عملیات کېږي چې د کندهار په نورو روغتونونو کې نه شي کېدای.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې ۱۷۶
داسې ساحې او کلي په نښه کړي چې لرې پراته دي او له روغتیايي پوښښه پاتې دي.
د چارواکو په خبره، په دې هره ساحه کې له ۳ سوه تر پنځه زره کسان ژوند کوي چې ټول نفوس یې ۶۰۰ زره تنه کېږي.
اوس مهال په کندهار کې د عامې روغتیا وزارت، مرستندویه ادارو او خصوصي سکتور په مرسته د میرویس حوزوي روغتون په ګډون ۲۱۵ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې په دې کې بشپړ، بنسټیز، ګرځنده، فرعي او نور مرکزونه شامل دي.
له دې ډلې ۷۱ روغتیايي مرکزونه د دولت او ۱۹ د خصوصي سکتور په پانګونه جوړ شوي دي.
د کندهار ډېری اوسېدونکي په داسې حال کې روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې د ګاونډیو ولایتونو ناروغان هم د درملنې لپاره دغه ولایت ته راځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










