منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۸ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۸): د ملي دفاع وزارت وايي چې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ۴۸ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت له  خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شمېر وسله والو مخالفینو یاده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بغلان، زابل، بادغیس، هلمند، غور، کندهار، میدان وردګ، غزني، کاپیسا، هرات او نیمروز ولایتونو کې اوښتې ده.

سرچینه کاږي چې په دغو عملیاتو کې ۳۱ مخالفین وژل شوی، ۱۷ ټپیان دي او درې شکمن کسان نیول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې په وژل شوو کې د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان عبدالله هم شامل دی.

سرچینه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې پر دوو موټرسایکلونو سربېره، ۴۸ موبایلونه، ۵ میموري کارتونه، ۷ پاسپورټونه، یوه کامره، ۱۱ سیمکارتونه او یو شمېر پاڼې هم نیول شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه