خوست ښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): د خوست په مرکزي زندان کې د يو شمېر بنديانو د کورنۍ غړي او خپل خپلوان يې د زندان مسوولين د بنديانو روغتيايي حالت ته په نه پاملرنې تورنوي.
هغوی نيوکه کوي، کله چې يو بندي ناروغ شي، نو د زندان مسوولين او نور اړونده چارواکي هغه وخت لاس په کار کيږي چې بيا يې د ناروغۍکنټرولول د دوی په وس کې نه وي.
د دوی په وينا، د خوست د مرکزي زندان يو له هغو بنديانو څخه چې روغتيايي حالت ته يې سمه پاملرنه نه ده شوې، ۸۵ کلن کاظم الدين دی چې د شکرې پر ناورغۍاخته دی.
د کاظم الدين خپلوان وايي چې د زندان د مسوولينو د نه پاملرنې له امله يې ناروغي زياته اويو کال مخکې يې کيڼه پښه له زنګون څخه پورته پرې شوې.
محي الدين چې د کاظم الدين وراره دی او په خوست ښار کې د رخت دوکان لري، پژواک خبري اژانس ته وويل، پر تره يې شپږ کاله قيد ختلی چې څلورنيم کاله يې وتلي دي.
هغه وايي، تره يې اوس هم په ډېر بد حالت کې دی او زياتوي که چېرې مسوول چارواکي يې په وخت د اساسي درملنې غم ونه خوري، ښايي دويمه پښه يې هم د لومړۍ هغې په څېر پرې شي.
دی وايي: ((د زندان د مسوولينو د بې غورۍ له امله چې موږ ته يې اجازه نه راکوله، چې تره مو د تداوی لپاره بل چېرې وړی وای، پښه يې پرې شوه. اوس هغه ده دويمې پښې يې هم ټپونه کړي دي او د زړه ناروغي هم لري، د ډاکټرانو په وينا، ناممکنه ده چې دده اعلاج دې په خوست کې وشي)).
۶۵ کلن عبدالله جان د خوست مرکزي زندان يو بل بندي و، چې د کوچني اختر په درېيمه يې د فشار ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
د عبدالله جان نږدې دوستان وايي چې نوموړی له اوږدې مودې راهيسي ناروغ و او په وينا يې په زندان کې د هغه درملنه ناممکنه وه.
بل خوا په سوېل ختيځ زون کې د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مسوولين هم تائيدوي چې د خوست په مرکزي زندان کې د نورو برخو ترڅنګ د روغتيا په برخه کې ډېرې ستونزې موجودې دي.
ددې دفتر يو تن غړي سيف الرحمن نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل ، هغه خدمات چې بايد په دې برخه کې بنديانو ته عرضه شي، تردې دمه نه دي عرضه شوي.
هغه وايي: ((د زندان يوه خونه چې د درې يا پنځه نفرو لپاره جوړه شوې اوس د هغه څو چنده په کې اوسيږي. د بنديانو روغتيايي خدمات تر ډېره د قناعت وړ نه دي، د ښو ډاکټرانو، د شفاخانې او د دواګانو نشتون هغه ستونزې دي چې د خوست په محبس کې موجودې دي. همدا ډول بنديان پاکو صحي اوبو ته هم تر ډېره لاس رسى نه لري او په ټوله کې هغه خدمات چې دوی ته بايد په صحي برخه کې وړاندې شي نه شته)).
نيازي زياته کړه چې د بنديانو يادې ستونزې يې له والي او نورو اړونده ادارو سره هم شريک کړې دي، خو په وينا يې چې تراوسه يې د حل لپاره هيڅ ډول عملي اقدام نه دی شوی.
په همدې حال کې د خوست مرکزي زندان مدير سمونوال صالح محمد شېرزی بيا دا نه مني چې ګنې د بنديانو درملنه دې نه وي شوې، خو وايي يوه ستونزه چې دوی په دې برخه کې ورسره مخ دي هغه د بنديانو ډېروالی دی.
شېرزي پژواک ته وويل، دغه زندان د ۲۴۰ بنديانو په ظرفيت جوړ شوی، خو دا مهال په کې اووه سوه بنديان ساتل کيږي او موجوده روغتيايي خدمات د دوی درد نه شي دوا کولی.
دی زياتوي: ((زموږ خدمات د ۲۴۰ بنديانو لپاره دي، که دوا درمل دي، پرسونل دی، يعنې له ټاکلې اندازې موږ باندې درې برابره ډېر بار دی. ما تر ادار امور پورې خپل غږ رسولی، چې زموږ د بنديانو شمېر بېخي ډېر دی، ځای يې تنګ دی، کوټې يې وړې دي، چې په دې ولايت هم خبر دی، نور موږ نه پوهيږو چې څه ډول د بنديانو ستونزو ته رسيده ګي وکړو؟)).
بل خوا د خوست د والي وياند طالب منګل هم د خوست په مرکزي زندان کې د ځينو روغتيايي ستونزو د شتون پخلی کوی، خو دی زياتوي چې ددغو ستونزو يواځينى لامل د ځاى تنګوالی دی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولايت مقام او نورې اړونده ادارې د امنيتي کمپليکس په طرحه باندې کار کوي، څو د نورو امنيتي ادارو ترڅنګ په کې د خوست مرکزي زندان لپاره هم مناسب ځای په ګوته شي.
طالب منګل همدا ډول زياته کړه چې دوی د خوست عامې روغتيا رياست او د زندان مسوولينو ته دنده سپارلې چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره بنديانو ته پر وخت روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








