پل علم (پژواک ۲۷ غبرګولی ۹۸) د لوګر پوليس وايي چې د مرکز اړوند په عمراباد سيمه کې يې شپږ تنه د دولتي ځمکو د غصب په تور نيولي دي.
د دې ولايت د امنیه قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاد کسان د دولتي ځمکو په غصب کې ښکېل وو چي د پوليسو لخوا لاس په لاس ونيول شول.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، نيول شوي کسان به عدلي او قضايي اورګانونو ته معرفي شي.
احمدزي زياته کړه (( امنيه قوماندان ټولو کشفي او او د پولیسو منسوبینو ته امرکړی چي د دولتي ځمکو د غاصبينو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي د دولتي ځمکوغاصبین دې ونیسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.))
د لوګر د ولايتي شورا رییس سید قریب الله سادات پژواک ته وويل چې په تيرو کلنو کي د مرکز په ګډون په ټول ولايت کي زرګونه جريبه دولتي ځمکي د يو شمير زورواکو او نورو کسانوله لوري غصب شوي ، خو حکومت د غاصبينو په نيولو او د ځمکي په بيرته را ګرځولو کي پاتي راغلي.
نوموړي زياته کړه : (( مونږ د دولتي ځمکو د غاصبينو پر وړاندې د پولیسوله دغه ګام څخه هرکلی کوو، خو غوښتنه مو له امنيتي مسولينو داده چي قانون پر ټولو غاصبينو يو شان تطبيق کړي او لومړی هغه غصب شوي ځمکي بيرته راوګرځوي چې د پل علم ښار په څنډو کي واقع ده او د ښار د پراختيا پر وړاندي خنډ ګرځي.))
د يادوني وړده چي په دې ولايت کي زرګونه جريبه ځمکه غصب شوي او کله ناکله سيمه ييزو چارواکو د غصب شويو ځمکو د بيرته نيولو کمپاين پيل کړی خو کومه پايله يې نه لرله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن