شبرغان (پژواک، ٢٩ غبرګولی ۹۸): په جوزجان ولایت کې یوې نجلۍ چې د اقتصادي ستونزو له امله له ښوونځي پاتې ده، له تېرو اتو کلونو راهیسې د کرنې او کرنیزو محصولاتو د پلور له لارې خپله کورنۍ تر ځان بسياینې رسولې ده.
۲۸ کلنې راکیې چې لیک او لوست نه شي کولای، شاوخوا اته کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره یو ځان له ستونزو ډک ژوند درلود، خو د بېوزلۍ له امله مجبوره شوه چې د ټولنیزو نا برابریو څخه د خلاصېدو لپاره خپل برخلیک په خپله وټاکي.
نوموړې چې د شبرغان ښار د «یکه پته» کلي اصلي اوسېدونکې ده او په یوې شپږ کسیزې کورنۍ کې ژوند کوي، د بزګرۍ کسب په ټاکلو خپل ژوند ته بدلون ورکاوه څو کورنۍ یې نوره له دې بدبختیو خلاصه شي.
راکیې له پژواک سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: ((اته کاله کېږي چې په بزګرۍ بوخته یم او له دې لارې ژوند تامین کوم او له خپل کاره خوشاله یم.))
نوموړې روښانه کړه، مخکې له دې چې سبو کرلو ته مخه کړي ژوند یې له ستونزو ډک و او له ډېر تمرکز وروسته یې تصمیم ونیو چې بزګري پیل کړي.
هغه زیاته کړه: ((زموږ کور لویه احاطه لري چې زه په کې بېلابېل سابه لکه، پالک، نېش پیاز، ګشنیز، روميان، بادرنګ او تور بانجان کرم او تر ساتنې وروسته یې د پلور لپاره بازار ته لېږم.))
هغې روښانه کړه چې په لومړیو کې پر کرنه دومره نه پوهېده خو وروسته یې د کرنې ریاست د کارکوونکو په لارښوونه د نباتاتو پالنه زده او ډېر حاصلات یې ترلاسه کړل.
راکیې د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: ((د اقتصادي ستونزو له امله مې زده کړې پاتې شوې، خو د کار خنډ مې نه شوې، اوس له اقتصادي اړخه ډېرې ستونزې نه لرم.))
په ورته وخت کې د راکیې مور د دې په څرګندولو چې ځيني وخت له خپلې لور سره د سبو په بسته بندۍ او له سبو د بېکاره بوټو ټولولو په برخه کې مرسته کوي، وویل: ((خاوند مې هم له موږ سره د محصولاتو د پلور برخه کې مرسته کوي.))
هغې زیاته کړه، سابه د اوونۍ پر لومړۍ ورځ بازار ته لېږي او دوې ورځې وروسته یې پیسې ټولوي او دغه کار یې د دې لامل شوی چې له دوکاندارانو سره ښې اړیکې ولري.
د راکیې مور دې ته په اشاره چې چا ته یې سوال نه دی کړی او خپل ټول لګښت د سبو د پلور له لارې پوره کړی، وویل: ((کاروبار مو ښه دی او د اته کاله مخکې په پرتله مو په ژوند کې ډېر بدلون راغلی دی.))
د دې په خبره، د خپلې ځمکې محصولاتو د پلور له لارې هره میاشت له ۱۵ تر ۲۰زره افغانۍ ترلاسه کوي او تر څنګ یې لبنیات هم پلوري چې د کورنۍ لګښت یې پوره کوي.
د جوزجان د کرنې ریاست د کورني اقتصاد مسوولې حلیمې وویل، په دغه ولایت کې یو شمېر بېوزلې کورنۍ له اتو کلونو راهیسې د دې ادارې تر روزنیزو پروګرامونو لاندې دي چې همدا اوس ۸۰۰ ښځې د کرنې برخه کې بوختې دي.
هغې روښانه کړه، ډېری هغه سابه چې په شبرغان ښار کې خرڅېږي، د ښځو د فعالیتونو نتیجه ده.
د نوموړې په خبره، د کلیوالو ښځو لپاره د کرنې د ترویج په برخه کې روزنیز پروګرامونه دوام لري او دغه چاره د دې لامل شوې چې ځینې کورنۍ له اقتصادي اړخه تر ځان بسياینې ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان د کرنې او مالدارۍ ریاست له ۱۳۹۰ کال راهیسې د بڼولۍ او کرنې د ترویج په برخو کې زر ښځې د کرنې برخه کې د روزنې پروګرامونو تر پوښښ لاندې راوستلې چې ۸۰۰ یې د سبو کرلو او ۲۰۰ یې پر بڼولۍ بوختې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










