جلال اباد (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار په خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو کې د وسله والو د خپلمنځي نښتو او امنيتي ځواکونو د عملياتو له وېرې تازه بېځايه شوې کورنۍ د خپلو اولادونو د زده کړو بهير ټکني کېدو ته اندېښنه لري.
دوی وايي، له اولادونو يې زده کړې پاتې دي او اوس د کډوالۍ په چاپېريال کې بې برخليکه ژوند کوي.
د کډوالو چارو رياست وايي، د دوی سروې څرګندوي چې نږدې ۲۳۰۰ کورنۍ له دغو ولسواليو بې ځايه شوي خو زياتوي چې له ۱۳زره ډېرو کورنيو ورته د مرستې لپاره عارضې کړې دي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست هم وايي، نږدې ۳۵۰۰ کوچنيان په خوږياڼو او شېرزادو کې د جګړو له وېرې له زده کړو بې برخې شوې دي.
د راکډه شوو کورنيو زياته برخه يې د خوږياڼو ولسوالۍ په امنو سيمو، سره رود او بهسودو ولسواليو او د جلال اباد ښار په شاوخوا سيمو کې مېشتې شوې دي.
د سره رود ولسوالۍ په خير اباد سيمه کې د يوه کنډر کور په انګړ کې د شيرزادو ولسوالۍ پنځه کورنۍ مېشتې شوې دي. دوی وايي، د بېړنیو مرستو تر څنګ، کارموندنې ته هم اړتيا لري؛ خو د اولادونو د زده کړو بيا پيل يې تر ټولو لويه غوښتنه ده.
د دوی له ډلې د شيرزادو د مرکي خېلو اوسېدونکی رحيم الله وايي، اولادونه يې بې زده کړو پاتې شول، ژوند يې له کړاوه ډک شوی خو تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.
دی غوښتنه کوي که نورې اسانتياوې ورته نه برابرېږي نو د اولادونو د زده کړو لپاره دې ورته په بېړني ډول د ټولګيو د پيل زمينه برابره شي.
دغه راز د خوږياڼو ولسوالۍ له زاوې سيمې کډوال شوی او د همدغې ولسوالۍ د چمتلې په ښارګوټي کې مېشت سردارمحمد وايي، پنځه اولادونه يې هلته په زده کړو بوخت و خو دلته ټول بې زده کړو پاتې دي.
دی وايي، په سيمه کې يې ښوونیز کال تازه پيل شوی و خو جګړو زور واخيست او دوی له سيمو کډوالۍ ته اړل شول.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، له خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو د راکډوال شوو کورنيو د ماشومانو د زده کړو د بهير د پيل لپاره يې سروې پيل کړې او ډېر ژر به د ودان افغانستان موسسې په همکارۍ ورته ټولګي پيل کړي.
د پوهنې رييس حسيب الله شينواري پژواک ته وويل، په دغو ولسواليو کې تعليمي بهير د سړو سيمو دی او اوس چې کورنۍ کومو ساحو ته کډوالې شوې، هلته ښوونځي د تودو سيمو دي.
نوموړی وايي، ۳۵۰۰ په شاوخوا کې ماشومان يې راجستر کړي چې ډېر ژر به د ودان افغانستان موسسې په همکارۍ ورته د هغوی د سيمې د تعليمي کال مطابق ټولګي پيل کړي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې، د شېرزادو او خوږياڼو ولسواليو له جګړو زرګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.
د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي پژواک ته وويل، دوی ته تر اوسه ۱۳زره او ۳۵۵ کورنۍ د مرستو لپاره عارضې شوي؛ خو د دوی سروې په ډاګه کوي چې تر اوسه يوازې ۲۲۸۴ کورنۍ تازه بې ځايه شوي او پاتې نورې يې له پخوا ښاري سيمو ته راغلې دي.
دی وايي، په دوو برنامو يې کار پيل کړی چې يوه هغه يې دغو کورنيو سره د عاجلو مرستو پيل او بله يې هم بېرته خپلو سيمو ته د دغو کورنيو تګ دی چې هرې کورنۍ ته به د بېرته تګ لپاره د موټر د کرايه پيسې ورکول کېږي.
په خوږياڼو او شيرزادو کې له دغو تازه بې ځايه شويو کورنيو سربېره په تېر کې د دغه ولايت د شينوارو له شپږو ولسواليو او څو نورو نا امنو ولسواليو هم نږدې سل زره کورنۍ امن سيمو ته کډوالې شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










