کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۸): کورنیو چارو وزارت له کابل ښاروالۍ سره په تفاهم د ناقانونه ودانیو د جوړېدو، لوړو ودانیو او د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره «د ښاري نظم قطعه» جوړه کړه.
د زورواکو له خوا د خپلسرو ناقانونه لوړو ودانيو د جوړېدو او ملکیتونو د غصب په تړاو د هېوادوالو تر شکایتونو وروسته، کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ د یوه نظامي تشکیل په جوړېدو تفاهم وکړ.
د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د ښاري نظم د قطعې مسوولیت به د زورواکو پر وړاندې درېدل او د هغه مخنیوی وي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز نن د یاد پروګرام د عملي کېدو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته وویل، په دغه تشکیل کې ۴۰۹ سرتېري، افسران او ساتنمنان په دنده ګومارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې قطعې په جوړېدو سره به په یادو مسایلو کې بل هېڅ ارګان د لاسوهنې حق نه لري او هر کله چې کابل ښاروالي د زورواکو له ستونزو سره مخامخ شي، ۱۰۱ اسمايي زون به ورسره مرسته کوي.
هغه زیاته کړه، کورنیو چارو وزارت له یادې قطعې څخه د استفادې په برخه کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي، ټولې چارې یې د کابل ښاروالۍ اړوند کېږي.
د کابل ښاروال احمد ذکي یادې ناستې ته وویل، اوس د ښاري پلانونو تطبیق د موجوده کمزورتیاوو د له منځه وړلو لپاره ډېری ستونزې رامنځته کوي.
هغه زیاته کړه: ((ډېری ناقانونه ودانۍ د شپې او یا رخصتیو پر مهال جوړېږي، چې د دې قطعې له جوړېدو وروسته به یې مخه ونیول شي.))
نوموړي زیاته کړه، د یادې قطعې ټول تامينات، نظامي امکانات او نظامي چتر به د کورنیو چارو وزارت کنټرولوي، خو د اغېزمنې استفادې چارې به یې د کابل ښاروالۍ پر غاړه لري.
هغه روښانه کړه، د لوړو ودانیو جوړېدل د چاپېریال د زیانمنېدو او تر ځکمې لاندې اوبو د ککړېدو لامل شوي او له همدې امله د ښاري نظم د قطعې پر جوړېدو تفاهم شوی دی.
هغه هیله مندي ښکاره کړه چې د ښاري نظم د قطعې په جوړېدو سره به یادې ستونزې حل شي.
د کابل ښار د ۱۵مې حوزې د خواجه بغرا سیمې اوسېدونکي سلیم چې د کور دوو لوریو ته یې لوړې ودانۍ جوړې شوې، وویل، د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د بلند منزلونو جوړېدو تر ځمکې لاندې اوبو پر خرابېدو سربېره د یوه یا دوه پوړه کورونو ته ښکاره مزاحمت جوړ کړی دی.
د هغه په خبره، د یادو ساختمانونو مالکان شتمن دي، پولیسو او د ښاروالۍ مامورینو ته د پیسو په ورکولو خپل کار ته دوام ورکوي او نور د پوښتنې هېڅ حق نه لري.
د کابل ښار دغه اوسېدونکي د ښاري نظم د قطعې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، هیله ده کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالي د نیمه کاره ودانیو قضیې هم تعقیب او قانوني چلند ورسره وکړي، څو د خپلسرو ودانیو او فساد مخه ونیول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










