پلخمري (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۸): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ د کانال د يوې برخې ويجاړېدو له امله سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه اوبو وړې ده.
د اړوندې موضوع په اړه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د کرنې ریاست د عامه خدمتونو مدیر عبدالله د چنګاښ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د دې ولسوالۍ د فابريکې په سيمه کې د کانال يوه برخه نړېدلې ده.
ده زياته کړه، د کانال نړېدو له امله شاوخوا ١٥سوه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې چې کروندګر يې سخت زيانمن کړي دي. په دغو ځمکو کې غنم، لوبيا، نخود، سبزي، شولې او داسې نور کرل شوي وو چې اوبو ټول له منځه وړي دي.
د نوموړي په وينا، سیمې ته د کرنې ریاست کارکوونکي تللي، څو د اوښتي زیانونو کچه معلومه کړي.
له سروې وروسته به د پلان له مخې له يو شمېر کروندګرو سره ځينې مرستې هم وشي.
دغه راز په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د بورې فابريکې د درېیم سړک سیمې د انکشافي شورا ریيس حاجي امان الله پژواک ته وويل چې د يادې پېښې له امله کروندګرو ته درانه زيانونه اوښتي دي.
دى زياتوي: ((اوس يې د نهر اوبه بندې کړې، خو کومې اوبه چې پر ځمکو ولاړې دي، کېداى شي ځيني کورونه هم تخريب کړي.))
همدارنګه يوه کروندګر محمد کريم پژواک ته وويل چې د نهر د اوبو له امله يې ١٢ جريبه کرنيزه ځمکه له منځه تللې ده.
ده وويل: ((په دې ځمکه کې مې لوبيا کرلې وه، خو اوبو هر څه راته خراب کړل، موږ جدي مرستو ته اړتيا لرو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن