جلال اباد (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار په خوږياڼو او سره رود ولسواليو کې د ١،٤٣١ ميليارد افغانيو په لګښت بېلابېلې رغنيزې پروژې پيل شوې دي او چارواکي وايي چې د دې پروژو له ګټو به زرګونه خلک برخمن شي.
د ولايت مقام د معلوماتو له مخې چې په دې پروژو کې د ۴۵ ښوونځيو جوړول هم شامل دي چې ۲۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت به ولري.
چارواکو دا پروژې پرون د چنګاښ په ۲مه دغو ولسواليو ته د سفر پر مهال پرانيستې او مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې د چارو روڼوالي ته پوره پاملرنه وکړي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل او ورسره يو شمېر سکتوري رييسان لومړی جګړې ځپلې خوږياڼو ولسوالۍ ته لاړل او هلته يې د بېلابېلو پروژو پرانيسته وکړه.
والي وويل، په یاده ولسوالۍ کې د سکتوري ادارو له لوري د ۲۲ پروګرامونو له لارې په سلګونه لویې او وړې پروژې د ۸۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت په پلان کې دي او یا هم عملاً تر کار لاندې دي.
د مياخېل په وینا، په یادو پروژو کې د ۵ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د ولسي تړون پروګرام دی، د ۱۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې عملاً د ۲۸ ښوونځیو ودانیو جوړولو او د پنځو د ترمیم چارې یې پیل کړې دي.
د ننګرهار د والي په وینا، په یادو پروژو کې چې د عامې روغتیا، کلیو پراختیا، ښار جوړونې، سینديزې حوزې، ټولګټو چارو، پوهنې او یو شمېر نورو ادارو له لوري پلې کېږي، په کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ابکو صېب استحکامي پول هم شامل دی.
له خوږياڼو ولسوالۍ وروسته مسوولينو سره رود ولسوالۍ ته چې له جلال اباد ښار سره نښتې ولسوالۍ ده سفر وکړ او هلته يې د ۵۳۳ ميليونه افغانيو په لګښت د پروژو د پيل او کارونو د دوام خبر ورکړ.
د ننګرهار والي وايي، په سره رود ولسوالۍ کې د سکتوري ادارو له لوري د ۱۸ پروګرامونو له لارې دوه سوه لویې او وړې پروژې د ۵۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت پلان او عملاً پیل کړې دي.
د نوموړي په وینا، په یادو پروژو کې د ۲۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ولسي تړون پروګرام اړوند ۱۴۲ پروژې، د ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ ښوونځیو ودانیو جوړول او د ۲۹۹ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې، کډوالو، سیندیزې حوزې، کلیو پراختیا، پوهنې، عامې روغتیا او یو شمېر نورو ادارو اړوند پروژې شاملې دي.
خو ځايي استوګن وايي، تر اوسه په دغو ولسواليو کې بنسټيزې پروژې نه دي پلې شوې او غوښتنه کوي چې پيل شوو پروژو ته پوره پاملرنه وکړل شي.
د خوږياڼو يوه قومي مشر ډګروال ميرزمان خان وايي، تر اوسه دې ولسوالۍ ته د روغتيا، ټولګټو، کليو پراختيا، کرنې او بلې هېڅ ادارې پاملرنه نه ده کړې چې د ولسوالۍ خلک له ټولګټو پروژو او اسانتياوو بې برخې دي.
د سره رود ولسوالۍ د انکشافي شورا رييس ملک اکرام وويل، د کليو پراختيا ادارې د ولسي تړون برنامې تر ډېره دوامدارې نه وي او د ټولګټو ادارې په همکارۍ دې د دې ولسوالۍ د فرعي سړکونو، پلچکونو او ځينو پلونو د رغولو برخه کې کار وشي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې يې له ځان سره نوټ کړې او له اړوندو ادارو سره به پرې له نږدې کار وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










