منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نورستان کې د ۲۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت نوى سړک جوړيږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

پارون (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۸): د نورستان ولايت چارواکي وايي چې د ۲۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت داسې يوه لويه لار جوړوي چې له مخې يې برګمټال او کامدېش ولسوالۍ له مرکز پارون سره نښلول کيږي.

دوی وايي، د دغې لارې د جوړېدو قراردادونه يې له پنځلسو ولسي شوراګانو سره کړي او د لارو له رامنځته کېدو وروسته به يې د قير کولو چارې هم پيل شي.

اوسمهال دا دواړه ولسوالۍ له مرکز سره نښلېدلې لار نه لري او خلک يې د کونړ له لارې مرکز پارون ته تګ راتګ کوي.

د نورستان د والي وياند محمد سعيد مومند د چنګاښ په ۳مه پژواک اژانس ته وويل، د مرکز پارون او ختيځې درې د نښلوونکي سړک جوړېدو تړون نن په ولايت مقام کې لاسليک شو.

دی وايي، له  مرکزه  د پپړوک  د غاښي پر لور له وهل شوې لارې به ۲۶ کیلو متره نوره نوې لار جوړه شي چې د ختیځ نورستان دوه ولسوالۍ کامدېش او برګمټال به له مرکز پارون سره ونښلوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه سړک په جوړېدو به د کليو پراختيا وزارت اړوند د ولسي تړون پروګرام ۲۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت راشي.

هغه زياته کړه چې د دغو لارو په جوړېدو سره به چې د شپږو مياشتو په موده کې به جوړ شي د يادو ولسواليو لسګونه کلي او زرګونه کورنۍ به له مرکز پارون سره ونښلول شي.

بلخوا د نورستان د ولايتي شورا رييس سعيد الله پاينده زوى پژواک ته وويل چې اوسمهال د دغو دوو ولسواليو خلک مرکز ته د خپلو دولتي کارونو د اجرا په خاطر لومړی کونړ ولايت ته ځي او بيا له هغې لارې مرکز ته سفر کوي.

دی وايي، چې دا لاره به د سيمې خلکو لپاره ډېره ګټوره تمامه شي او په اسانۍ به وکولای شي، چې مرکز ته تګ راتګ وکړي.

چارواکي وايي، د لارې تر جوړېدو وروسته به د لارې د قير کولو کارونه هم پيل کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه