منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۳ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د لسګونو پروژو چارې روانې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار په کوټ او روداتو ولسواليو کې د کرنې، روغتيا، پوهنې، بيارغونې او ځينو نورو برخو کې د ۱۲۹۰ ميليونه افغانيو په لګښت رغنيزې چارې روانې دي.

د چارواکو په وينا، د دغو پروژو له ډلې ځيني يې له وړاندې پيل شوې او ځيني يې دغو ولسواليو ته د والي په وروستي سفر کې پرانيستل شوې.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پرون د چنګاښ په ۸مه يادو ولسواليو ته ولاړ، هلته يې د خلکو ستونزې له نږدې وليدې او تر څنګ يې د يو شمېر پروژو پرانيسته وکړه.

نوموړي وويل، اوسمهال په دغو ولسواليو کې د ۱۲۹۰ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي چې په کې د روغتيا، پوهنې، بيارغونې او کرنې پروژې شاملې دي.

مياخېل کوټ ولسوالۍ کې د یو شمېر پروژو د ګټې اخیستنې پر مهال وویل، په یاده ولسوالۍ کې د نږدې ۵۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې او د ۳۰۴ میلیونه او پنځه سوه زره افغانیو په لګښت یې ورته نوې پروژې پلان کړې دي .

هغه زیاته کړه، په یاده ولسوالۍ کې تر کار لاندې پروژو کې د ۶۶ میلیونه او پنځه زره افغانیو په لګښت د دوو روغتیایي مرکزونو، د ۶۹ میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په لګښت د پنځو ښوونځیو د ودانۍ، احاطې او ترميم چارې، د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو استنادي دیوالونو او ځينې نورې پروژې شامل دي.

بلخوا والي په روداتو ولسوالۍ کې د يو شمېر پروژو د پرانيستې پر مهال وويل، په روداتو ولسوالۍ کې اوس مهال د شاوخوا ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي او د ۳۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت ګڼ شمیر نورې پروژې په روان کال کې د پلې کېدو په موخه پلان شوي دي.

هغه د سیمې له خلکو وغوښتل چې د ولسوالۍ له مسوولینو سره یو ځای په خپلو سیمو کې د پیل شوو او پلان شوو پروژو څارنه وکړي او په اړه یې له مسوولینو څخه معلومات ترلاسه کړي.

د سيمې خلک خوښ دي چې په دومره لوی شمېر کې پروژې ورته پلې کېږي خو وايي، حکومتي چارواکي بايد د شفافيت رامنځته کولو په موخه خلکو ته د نظارت حق ورکړي.

د کوټ ولسوالۍ يوه قومي مشر سيدالرحمن مومند وويل، که د پروژو په اړه خلکو ته معلومات ورکړل شي او د نظارت حق هم ورکړل شي؛ نو پروژو کې درغلي نه کېږي او روڼتيا رامنځته کېږي.

د يادولو ده، د ننګرهار والي له دې څو ورځې وړاندې خوږياڼو او سره رود ولسواليو ته هم سفر کړی و او هلته يې ۱۴۱۳ ميليونو افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پرانيستې وې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه