اسعداباد (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٨): د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د ۴۲،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتون او یوه ښوونځي چارې بشپړې شوې او د يوې لېسې د ودانۍ جوړولو کار پیل شو.
د دې ولایت د پوهنې ريیس مجیب الرحمن همدرد وايي، د اسمار ولسوالۍ د ډمبرو اته صنفي ښوونځي ودانۍ چارې چې له کلونو راهيسې نیمګړې پاتې وې، د هندوستان د نهه اعشاریه اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د استفادې وړ وګرځېده.
ده زياته کړه، دغه راز د همدې ولسوالۍ مرکزي لېسې ودانۍ چارې د پوهنې وزارت د نولس اعشاریه اته میلیونه افغانیو په لګښت چې په درې پوړونو کې په اساسي توګه جوړیږي، د بنسټ ډبره کېښودل شوه او په یوه کال کې به يې چارې بشپړې شي.
همدارنګه د کونړ د عامې روغتیا ريیس ډاکټر عزیزالرحمن ساپي وویل، د اسمار ولسوالۍ د جامع پرمختللي پنځلس بستریز روغتیايي مرکز ودانۍ چارې د عامې روغتیا وزارت د دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت چې ۲۰ خونې لري، بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د دغو پروژو د پرانيستې پرمهال وویل، په کونړ کې ټولټال ۵۱۹ ښوونځي دي او د ټولو دروازې د زده کوونکو پرمخ خلاصې دي. په دې ښوونځيو کې یواځې دوه سوه يې ودانۍ لري او پاتې نورې يې نه لري چې حکومت ورسره په راتلونکو دوو کلونو کې د دې ښوونځيو د ودانيو د جوړولو ژمنه کړې ده.
نوموړي د ياد شوي پنځلس بستریز روغتون د پرانيستې پرمهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دې کلينیک لپاره به نوی امبلانس ورکړي ترڅو د دوی ستونزه هواره شي.
د اسمار ولسوالۍ یوه قومي مشر ملنګ له ولایتي ادارې نه مننه وکړه چې د دوی لپاره يې د ښوونځیو ودانۍ جوړې کړې او همدارنګه يې په عصري توګه کلينیک جوړ کړ.
نوموړي غوښتنه وکړه چې په اسمار ولسوالۍ کې ۲۷ ښوونځي دي چې د یوولسو يې ودانۍ شته او د پاتې نورو يې ودانۍ نشته، هيله ده چې حکومت يې جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ده په وينا، دا چې د دې ولسوالۍ ښوونځيو ته پوره کتابونه نه دي رسېدلي، هيله ده چې د معارف مسوولين يې غم وخوري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










