کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٨) : د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په هلو ځلو د ۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې باغ د بیارغونې چارې د راتلوونکو درې اونیو په موده کې په عملي ډول پیل کیږي .
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مملې باغ د بیارغونې پروژې د منظورۍ له امله د مننې او یو شمیر نورو وړاندیزونو په موخه د مملې د ځوانانو ټولنې د چنګاښ په ۱۴مه ننګرهار والي شاه محمود میاخیل سره د جلال اباد ښاروالۍ په میلمستون کې په داسې حال کې ناسته وکړه،چې د ولایت اداري او مالي مرستیال تمیم عارف مومند هم شتون درلود .
هغه زياته کړه، د مملې ځوانانو ټولنې په استازیتوب صابرالله مملوال،ډاکټر شیرحیدر،انجینر عبدالولي،ډاکټر تشریف الله او یو شمیر نورو خبرې وکړې،دوی د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل څخه مننه وکړه،چې په هڅو یې د مملې باغ د بیارغونې پروژه منظور او ژره به یې چارې پیل شی .
دوی وويل ، د مملې ولس ژمن دي،چې د یادې پروژې د پلې کېدو په برخه کې هر ډول مرسته وکړي،همدا راز یې په یاده سیمه کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو ترمیم او احاطې جوړولو،کلینک ودانۍ او په یاده سیمه کې د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک چارو پیل کېدو او یو شمیر نور وړاندیزونه وکړل .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د مملې ځوانانو ټولنې څخه مننه وکړه،چې پخپله سیمه کې د بیارغونې چارو د ترسره کېدو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ،همدا راز یې زیاته کړه، چې د امنیت تامین، سړک چارو ګړندیتوب او یو شمیر نورو برخو کې ځآنګړې پاملرنې شتون لري .
هغه د ولسمشر څخه مننه وکړه،چې د ولایتي ادارې ټولې پروژې یې منظور کړي او هیله یې وښوده،چې د مملې باغ پروژې په پلي کېدو سره د سیمې په اقتصادي،امنیتي او نورو برخو کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي .
د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند وویل،د مملې باغ د جوړولو لپاره د ولسمشر په حکم ۸۲ میلیونه افغانۍ ځآنګړي شوي او د راتلوونکو درې اونیو په موده کې به یې عملي چارې پیل شي .
هغه زیاته کړه، د مملې تاریخي باغ د ولسمشر،ننګرهار والي او ټولې ادارې لپاره ځآنګړی اهمیت لري او له همدې امله یاده پروژه منظوره او په ښه توګه به د بنایي تصدي له لورې عملي شي.
login or register a new account.