ژبه

لوګر کې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

پل علم (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٨): د لوګر مسوولين وايي چې د يوې مرمۍ په چاودنه کې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولايت د امنيه قومندانۍ وياند شاپور احمدزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د مرکز اړوند په پادخواب شانه سيمه کې نن ماسپښين په درې بجو شوې ده.

ده زياته کړه، ماشومان د هاوان پر يوې ناچاودلې مرمۍ لوبې کولې چې پرې چاودلې ده، دوه ماشومان په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د پادخواب شانې اوسېدونکي زاهدالله ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې پردې مرمۍ ماشومانو لوبې کولې چې پرې چاودلې ده.

پادخواب شانه د پل علم سوېل لور ته په درې کيلومترۍ کې پرته ناامنه سيمه ده.

login or register a new account.