ژبه

لوګر کې د سیمه ییزو پولیسو عمومي قوماندان وژل شوی

پل علم (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٨): د وسله والو طالبانو په بريد کې د لوګر د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د مرکز پل علم اړوند د شش قلعه په سيمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييز پوليسو پر عمومي قوماندان علي سينا باندې وسله وال بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې قوماندان سينا، ورور يې او يو بل پوليس وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان دي.

ده وويل چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټني روانې دي.

دغه راز د سيمې اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د قوماندان علي سينا رينجر موټر پر راکټ ويشتلى دى.

ده زياته کړه: ((دغه سيمه مرکز ته ډېره نږدى ده، يو ساعت جنګ وشو چې په اخر کې علي سينا او څو تنه نور و وژل شول.))

د يادونې ده، له تېرو څلورو کلونو راهيسې علي سينا د لوګر د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

login or register a new account.