منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د ١٢ پروژو د جوړېدو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

لښکرګاه(پژواک، ١٧چنګاښ ٩٨): په هلمند ولايت کې د ٢٧ ميليونو افغانيو په لګښت د استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د هلمند والي محمد ياسين خان د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته وويل، په دې وروستيو کې سېلابونو د دغه ولايت خلکو ته سخت مالي زيانونه اړولي دي.

د هغه په خبره، د سېلابونو د مخنيوي لپاره يې په بېلابيلو سيمو کې ١٢ پروژې پيل کړې چې شپږ زره کورنۍ به په مستقیم او سل زره کورنۍ به په غير مستقيم ډول له سېلابونو وژغوري.

د هلمند والي وويل، پر دغو پروژو به ٢٧ ميليونه افغانۍ لګښت وشي او چارې به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د فرعي سینديزې حوزې ریيس انجنیر محمد انور ذهين وويل چې د دې پروژو له مخې به ١٠٩٤٠ متره استنادي دېوالونه جوړ شي.

ده زياته کړه: ((دغه دېوالونه هم خلک له سېلابونو خوندي کوي او هم د اوبو په مهارولو کې مرسته کوي.))

په ورته وخت کې د هلمند سيند تر غاړې مېشت عبدالشکور خان پژواک ته وويل چې په تېرو ورښتونو کې له سختو ستونزو سره مخ شوى و.

دى وايي: ((سېلابونه راغلل، زموږ کورنه يې وران کړل، کرنیزې ځمکې يې راته خرابې کړې، خو اوس به د دغه دېوال په جوړېدو تر ډېره یادې ستونزې حل شي.))

د يادونې وړ ده چې په تېر ژمي کې د هلمند ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم سېلابونو خلکو ته د مالي زيانونو ترڅنګ مرګ ژوبله هم اړولې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه