منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کونړ کې د درې پروژو چارې بشپړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

اسعداباد (پژواک، دزمري لومړۍ نېټه ٩٨): په کونړ ولايت کې د ٩٢٦ میلیونه افغانیو په لګښت د درې پروژو چارې بشپړې او د دوو نورو کار پيل شو.

د دې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د ماليې وزارت سرپرست وزيرهمایون قیومي او د يو شمېر نورو وزارتونو مرستيالانو او استازو ګډون کړى وو.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال ددې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې پژواک ته وويل چې ددې ولايت د ادارې او حسابدارۍ انستیتيوت ودانۍ د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت،د ساینسي علومو مرکز د ۳۰ ميليونه افغانیوپه لګښت، د نجارۍ فابریکه د ۴۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت، د قيمتي ډبرو د پروسس او خرڅلاو مارکېټ د ۴۵۰ میلیونه افغانیوپه لګښت جوړ شوي دي.

هغه زياته کړه، د ٩،٢ ميليون افغانيو په لګښت د مرورې ولسوالۍ د غاښي پاس د  ٢١ کیلومتره سړک هواري او  جغل اچونې پروژې  کار پیل شو.  

والي وايي، د قیمتي کاڼو د پروسس او خرڅلاو په دغه مارکېټ کې به د پنجشېر،نورستان، بدخشان او کونړ ولایتونو د قیمتي کاڼو پروسس کیږي او له دې ځایه به د هېواد نورو ولایتونو او له هېواده بهر صادریږي.

د ماليې وزارت سرپرست وزير همایون قیومي وویل چې د معارف په چوکاټ کې چې کوم انستیتيوت او د ساینس علمي مرکز جوړ شو له دې وروسته به کونړي ځوانان او نجونې دې  ته نه اړکیږي چې د ساینسي علومو د زده کړې لپاره له کونړ څخه بهر و لاړ شي.

نوموړي زیاته کړه، د نجارۍ د فابریکې هغه ماشین الات چې اوس دوی را وړي، معیاري نه  او د فابریکې مسوول ته يې وخت ورکړ چې باید عصري ماشين الات راوړي .

د قيومي په وينا، د وزيرانو په شورا کې يې ويلي چې هره دولتي اداره له بهر څخه فرنيچر راوړي، دوى به يې لګښت نه ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه