جلال اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، پلان لري چې سږ کال د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۸۷۷ ميليونونو افغانيو په لګښت بېلابېلې رغنيزې پروژې پلې کړي.
د يو لوی سړک، روغتون، ګڼو ښوونځيو او د يو لوی سربند جوړول هغه څه دي چې چارواکي وايي، په نږدې ورځو کې به يې کارونه عملاً پيل شي.
په همدې موخه د زمري په ۲مه د ننګرهار والي او يو شمېر سکټوري ادارو رييسانو دې ولسوالۍ ته سفر کړی و او هلته يې له نږدې د خلکو ستونزې واورېدې.
ځايي خلکو ويل، د امنيت ټينګښت يې لومړيتوب دی او لويې ستونزې يې ښوونځيو ته د ودانيو نشتوالی، روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسی او ځوانانو ته کارموندنه يې غوښتنې دي.
د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک محکم خان پژواک ته وويل، ولس د حکومت ملاتړ دی خو د ولس لويه غوښتنه په يادې ولسوالۍ کې د امنيت ټينګښت دی.
د نوموړي په وينا، که امنيت تامين او د زده کړو زمينه سازي پراخه شي، نو نورې ستونزې ورسره خپله حل کېږي.
يوه بل ځايي اوسېدونکي حبيب الله وويل چې ځوانانو ته بايد د کار زمينه برابره شي؛ ځکه بې روزګاري ده چې ځوانان د وسله والو ليکو ته هڅوي او ورسره نا امني زياتېږي.
هغه په دې ولسوالۍ کې له پيلېدونکو پروژو خوښي څرګنده کړه خو ټينګار يې وکړ چې د پروژو شفافيت ته بايد پوره پاملرنه وشي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چپرهار ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل چې سږ کال به په دې ولسوالۍ کې د څه باندې ۸۷۷ ميليونه افغانيو په مالي لګښت په بېلابېلو برخو کې اړينې پروژې پلې شي.
دغه غونډه چې د چپرهار ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه، پر مهال يې د نظامي شورا غړو، سکتوري ادارو او چپرهار ولسوالۍ مسوولينو، قومي مخورو او ګڼ شمېر نورو په کې ګډون کړی و.
هغه زياته کړه چې ډېر ژر به په دې ولسوالۍ کې د ګلدرې روغتون، يو سړک، ايديا خېلو سربند، دوه څلوېښت ښوونځيو جوړولو او نورې ټولګټو پروژو چارې پيل شي.
د ننګرهار والي همدا راز د چپرهار ولسوالۍ پر امنيت خوښي وښوده او زياته يې کړه چې په ټولو ولسواليو کې به د لا ښه امنيت رامنځته کېدو تر څنګ متوازن انکشاف رامنځته شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










